د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

په کابل کې د جګړو د قربانیانو یادګارونه نندارې ته وړاندې شول


په جنګونو کې د وژل شویو یادګارونه
په جنګونو کې د وژل شویو یادګارونه
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د هغو کسانو خاطرې اوپاته یادګارونه نندارې ته کیښودل شول چې په تیرو دیرشو کلونو کې د جنګ جګړو قرباني شوي وو.

په دغه نندارتون کې شلو افغان میرمنو برخه اخیستې وه او هرې میرمنې د خپل قرباني خاوند، پلار، ورور یا د کورنۍ د نورو غړو یادګارونه پریوه میز غوړولي وو.

د نندارتون ګډونوالۍ میرمنې خفه ښکاریدې او ویل یې، چې د قربانیانو پاتې شوي یادګارونه یې زړه ډیر دردوي.

د دغه نندارتون یوې ګډونوالې میرمن بصیرې ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې د کورنۍ دیارلس غړي قرباني شوي او د هغوی پاتې شوي یادګارونه یې دې نندارتون ته راوړي.

″دغه تصویرونه چې ګورﺉ دا مې د شهیدانو دي، موږ دیارلس تنه په خپل کور کې شهیدان ورکړي، دغه کالي چې وینې دا د شهیدانو دي، دغه ټوټه راته پاتې ده، دغه کالي مې د یوې شپږ کلنې لور دي، چې شهیده شوه، ذکیه نومیده، دغه پیش قاب او پیاله هم د همدغو شهیدانو ده، چې تاسې یې عکسونه وینﺉ.

کله چې دا ګورم ډیر تریخ احساس کوم، ځکه دا مې دا شل کاله په یوه بالښت کې پټ کړي وو او نه شوای مې ورته کتی.″

له میرمن بصیرې څخه مو وپوښتل، چې د قربانیانو دغه پاتې شونې ورته څومره ارزښت لري.

هغې په ځواب کې وویل:

″دلته ما یادګارونه راوړي دي، په دغو یادګارونو د هغه لاس لګیدلی، موږ ته ډیر ارزښت لري، زه په همدې باندې ژوندۍ یم.″

″ماه پرور″ بله میرمن ده، چې د خپل قرباني خاوند او ورور یادګارونه یې نندارې ته ایښي وو.

د ماه پررور مخې ته په غوړیدلي میز شنې او پسته یي رنګ جامې هم ایښې وې او ویل یې، چې دغه رنګ یې د خاوند ډیر خوښیده.

″دلته ما د خپل شهید عکس نندارې ته ایښي، د شعرونو یو کتاب دی، چې ده به همیشه مطالعه کاوه او بل شین او پسته یې رنګ دی چې ده به په ژوندینې ډیر خوښاوه.″

ماه پرور وایي، د نندارتون فضا ډیره خفه کړه، ځکه چې د داسې کسانو یادګارونه په کې نندارې ته وړاندې شوي، چې اوس د خاورو لاندې دي.

″زه ډیره خفه کیږم، دلته چې راننوتم د خپل قرباني ورور په عکس مې سترګې ولګیدې، په ریښتیا هم ډیره خفه شوم.″

د نندارتون فضا په ریښتیا هم ډیره غمجنه وه، دلته یوه داسې میرمن هم راغلې وه، چې د خپل واده شین شال یې نندارې ته ایښی و او ویل یې، کله چې دغه شال ته ګوري نو قرباني خاوند یې ور په زړه کیږي.

دغه میرمن نرګس نومیږي او وایي، چې خاوند یې د طالبانو په وخت کې لومړی زنداني او بیا ووژل شو.

″دلته مې د ده ډېر پاته شوي شیان نندارې ته ایښي، د ده کتابونه دي، چې مطالعه کول به یې، شعرونه یې دي، دواده شال مې دی، د خاوند پټو مې دی او په زندان کې یې چې په لاس باندې ځینې شیان جوړ کړي هغه هم نندارې ته ایښودل شوي.″

کریمه یوه بله میرمن وه، چې د خپل قرباني پلاریو لاسي ساعت یې نندارې ته ایښی و.

کریمه وایي، پلاریې صاحب منصب و، طالبانو له کوره لاس تړلی بوته اوتراوسه یې مړی ژوندی نه دی معلوم.

″زمانوم کریمه ده. دې نمایش ته مې د پلار عکس او یولاسی ساعت راوړی، پلار مې په کور کې و، یوه شپه طالبان راغلل، د پلار لاسونه او سترګې مې وتړلې او تراوسه نه دی معلوم چې مړدی که ژوندی.″

د نندارتون د ګډونوالو لویه غوښتنه دا و، چې حکومت ورته یو داسې ځای جوړ کړي چې هلته دوی د خپلو قربانیانو یادګارونه وساتي.

له دغومیرمنو پرته په افغانستان کې سلګونه نورې داسې میرمنې شته چې په تیرو دیرشو کلونو کې یې د جنګ جګړو له امله د کورنۍ غړي قرباني شوي دي.

راپور:اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG