د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د قران پاک د نسخو په سوځولو کې ۵ امریکایي عکسر ښکېل وو


په بګرام کې د امريکايي عسکرو له خوا قران پاک ته سپکاوی شوی.
په بګرام کې د امريکايي عسکرو له خوا قران پاک ته سپکاوی شوی.
امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې په افغانستان کې په تېروتنه د قران پاک د نسخو په سوځولو کې ظاهرا پنځه امریکايي سرتیري ښکیل وو.

ورځپاڼه د امریکا د پوځي چارواکو له خولې وايي، د دوی څېړنې ښيي، چې سرتیرو د قران پاک نسخې د باګرام له هوايي ډګر څخه ترلاسه کړې وې او فکر یې کاوه، چې دا د تندلارو د لیکونو څخه دي.

وروسته د قران پاک نسخې په یو دفتر کې په خوندي توګه ساتل کیدې، خو د څیړنو په بنسټ د قران پاک یو شمېر نسخې په داسې حال کې چې سوزیدلې وې؛ افغان کارکونکیو وموندلې.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په ګډون د دې هیواد ډېرو چارواکو، چې په کې د دفاع وزیر لیون پنیتا، افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جان الین او نورو په دې پېښه خواشیني ښودلې وه او له افغانانو او د نړۍ له ټولو مسلمانانو څخه یې بخښنه غوښتې وه.

اوس دې امریکا پوځ ویلي، چې د دې تیروتنې له کبله به د دوی پنځه تنه سرتیري له سزا سره مخ شي. خو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي، د دې سرتیرو نومونه به اعلان نه شي او محاکمه به یې هم علني نه وي.

یو امریکايي چارواکي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، له دې سرتیرو سره به جدي چلن وشي او دوی به خپلې پوځې رتبې له لاسه ورکړي. خو د دې چارواکي په وینا د دې کسانو محاکمه به علني نه وي.

یو بل امریکايي چارواکي ویلي، دوی د بې پروايۍ له مخې دا لویه تیروتنه کړې او دا کار یې په قصدي توګه نه دی کړی.

مخکې له دې څخه په کابل کې د ایساف یو چارواکي ویلي وو، که چیرې امریکايي سرتیري په افغانستان کې د قران پاک نسخو ته په سپکاوي مجرم وبلل شي؛ د امریکا د قوانینو سره سم به ورسره چلن وشي.

د ایساف دې حقوقي چارواکي د چارشنبې په ورځ ویلي وو، د بګرام د هوايي اډې د پېښې په اړه په دوو برخو کې څیړنې کېږي.

په بګرام کې د قران پاک د سوځیدلو نسخو له موندل کیدو وروسته د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې له تاوتریخوالې ډکې مظاهرې وشوې، چې په کې تر څلوېښتو پورې کسان ووژل شول.

همدا راز دې پېښې په افغانستان کې د امریکايي او افغان ځواکونو ترمنځ اړیکې هم د څه وخت لپاره سختې زیانمنې کړې وې.
XS
SM
MD
LG