د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

په پاکستان کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته


د پاکستان په لويديځ کې د سخت دریزو وسله والو او دولتي ځواکونو ترمنځ په تازه نښته کې د اوښتې مرګ ژوبلې د کره شمیر په باب ضد و نقیض راپورونه ورکړل شوي.

په سیمه کې امنيتي مقامات وايي نن د جمعې په ورځ سهار مهال د خیبر اجنسۍ په لرې پرته تیراه سیمه کې د ایف سي دولتي ځواکونو او د لشکر اسلام سخت دریزې ډلې د جنګيالیو ترمنځ نښته وشوه، چې له امله يې دواړو خواوو ته د سر دروند زیان واوښت.

یوه ځايي امنيتي مقام، چې نه يې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي وویل، دولتي ځواکونه د تیراه په لرې پرته بازګړه نومي سیمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې ناڅاپه له سخت دریزو وسله والو سره مخامخ شول.

دغه مقام وايي امنيتي ځواکونو د خپلو مسوولیتونو له مخې د وسله والو د بې وسلې کولو او نیولو په هدف ګامونه پورته کړل خو په خبره يې له متقابل غبرګون سره مخ شول او تر برید لاندې راغلل.

که څه هم نوموړي په دې نښته کې د دواړو خواوو د مرګ ژوبلې خبر تائيد کړ خو د جزیاتو او کره شمیر په باب يې څه ونه ویل.

بلخوا له سیمې نه یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته وویل، چې په دې نښته کې اووه تنه دولتي سرتیري وژل شوي او اته تنه نور يې سخت ټپیان دي.

همداشان په لواړګي کې د پوليټيکلۍ یوه افسر د خپل نوم نه ښوولوپه شرط ازادي راډیو ته وویل، چې دوی هم د اوو سرتیرو د وژل کیدا او اتو نورو د ټپي کیدا راپور ترلاسه کړی.

نوموړي د مخالفو وسله والو د مرګ ژوبلې په باب وویل، د وروستیو راپورونو له مخې چې دوی ته رسیدلي په دې نښته کې د لشکر اسلام سخت دریزې ډلې درې تنه وسله وال وژل شوي او ناڅرګند شمير نور يې ټپيان دي.

بلخوا پاکستاني رسنۍ بیا د استخباراتي مسوولینو له قوله د لسو سخت دریزو وسله والو د وژل کیدا ادعا کوي.

لشکر اسلام ډلې په بازګړه کې له دولتي ځواکونو سره د نښتې راپور منلی خو د خپلو وسله والو جنګياليو د مرګ ژوبلې په باب يې له څه ویلو ډډه کړې.

د یوبل خبر له مخې تیره ورځ د تیراه په اړوندو کې د ځايي اربکیو پر یوه موټر د سړک دغاړې ماین چاودنه شوې، چې په ترڅ کې یې دوه اربکیان وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي.

ګومان کیږي، دا چاودنه به د منګل باغ د جنګيالیو له لوري شوي وي.

بازګړه د تیراه یوه غرنۍ سیمه ده، چې د باړې له وروستۍ څنډې سره په لنډ واټن کې موقعیت لري.

د پاکستان ملیشه ځواکونو او پوځ له تیرو درېيو کلونو راهیسې په باړه کې د منګل باغ په مشرۍ د سخت دریزې وسله والې ډلې پرضد پوځي عملیات پيل کړي، چې لا هم په ځينې سیمو کې دوام لري.

وروسته تر هغې، چې د منګل په ګډون ددې ډلې جنګيالي د تیراه لرې پرتې سیمې ته په شاشول امنیتي ځواکونه هم پسې ورغلل او د یوشمير ځايي اربکیو په مرسته يې هلته هم ورته عملیات پيل کړل.
لشکر اسلام یوه له هغو سخت دریزو ډلو څخه ده، چې د خیبر اجنسۍ له باړې څخه يې وسله وال فعالیت پيل کړی.

سره له دې، چې دمګرۍ په باړه کې ددې ډلې زور مات شوی او د پام وړ ښکاره مراکز نه لري، خو ویل کیږي چې په تیراه کې لا هم ګڼ شمير نظامي مرکزونه او په سلګونو وسله وال جنګيالي په واک کې لري.
XS
SM
MD
LG