د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

میانشینوال:روغتیایي مرکزونه او ښوونځي دې راته جوړ شي


د میانشین ولسوالۍ د کندهار ښار شمال ته په ۱۳۵ کیلومتری کې موقعیت لري، د کندهار ښار د مرکز څخه د دغه ولسوالۍ اوږد واټن او د وسلوالو طالبانو حاکمیت پر میانشین د دی لامل شو چې دولت دغه سیمه له پامه ورغورځوي.

میانشین ولسوالۍ ودانۍ په ماینونه لمنځه وړل شوي د سیمي یو شمېر کورنۍ نورو سیمو ته کډوالې شوي او پاتې کورنۍ د ژوند هیڅ ډول اسانتیاوې نه لري.

دوي ټولو په یوه خوله ویل، چې نه کوم روغتیايي مرکز لري او نه هم د کوچنیانو د زده کړې لپاره ښوونځی.

د میانشین اوسیدونکو تر ډیره غوښتنه دا وه، چې د دغه ولسوالۍ څخه تر ښاره دې غځیدلی سړک پوخ شي.

د دوي په وینا ډیرو ناروغانو یي کندهار ښار ته د وړلو پر مهال ساه ورکړی:

"زما نوم محمد عثمان کلنیک نه لرو، په یوی ګولۍ پیسی دریم کلي ته ځو ښار ته مو ناروغ وړی پر لاره يي ساه ورکړې او همدرانګه سړک دې هم راته پوخ شي."

بل خوا د کندهار چارواکي وایې، چې د میانشین د خلکو لپاره پروګرامونه په پلان کې لري چې ډیر ژر به یي عملي کړي.

د کندهار والي ډاکټر توریالي ویسا د میانشین ولسوالۍ د خلکو د غوښتنې په ځواب کې وویل، چې په دغه سیمه کې به ډیر ژر روغتیایي مرکزونه جوړ او نورې اسانتیاوې به رامنځ کړي:

"موږ کومکونه لرو د زراعت ریاست له خوا اماده دي د ښوونځیو په ارتباط به وګورو چې مخکې څو ښوونځي وو، کلنیک او نور روغتیایي خدمات به هم ورته اماده کړو."

د میانشین ولسوالۍ شاوخوا پنځه کاله د دولت د وسلوالو مخالفینو په لاس کې وه د تیرې میاشتې په وروستیو ورځو کې افغان او نړېوالو ځواکونو نه په دې وتوانیدل چې دغه سیمه د وسلوالو طالبانو له لاسه وباسي.

محمدصادق رښتیني،کندهار
XS
SM
MD
LG