د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

"د افغان ځواکونو په لیکو کې دې د مخالفینو د نفوذ مخنیوی وشي"


د افغانستان د دفاع وزارت یو چارواکې وایي، چې افغان حکومت دې د خپلو ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ د مخنیوي لپاره چټګ ګامونه پورته کړي او یا هم ښایي په بهرنیو ځواکونو کوم مرګونې حمله به له ناټو سره یي اړیکې زیانمنې کړي.

د دفاع وزارت دې چارواکې، چې د نوم د نه اخیستلو په شرط د رویټرز خبري اژانس سره یي په یوه مرکه کې خبرې کولې دا هم ومنله، چې اوس مهال افغان ځواکونو ته زیات خطر له داخله متوجه دې.

خو د چارو کتونکې که څه هم له ناټو سره د اړیکو د خرابیدو امکان ردوي، خو وایی، چې دا امکان شته چې دوي په خپلې ستراتیژی کې بدلون راولي.

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال جنرال عتیق الله بریالی وایي:

"دې ډول حملو د افغانستان د نړېوالو همکارانو له خوا د هغه هېوادونو په رسنیو کې تشویشونه رامنځ ته کړي چې په افغانستان کې یې سرتیري وژل کېږي.

دا چې په دې حملو سره به بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي دا شوني نه ده.

دا هېوادونه د روښانه منافعو پر اساس افغانستان ته راغلي. البته دا امکان شته چې دوي به د افغانستان له امنیتي سکټور سره په اړیکو کې له سره کتنه وکړي او ښایې نور سخت شرایط هم وضع کړي."


دا اندیښنې په داسې حال کې را پیدا شوي چې په وروستیو کې د امریکایې ځواکونو له لوري د قران کریم د نسخو د سوځيدو له امله پر بهرنیو ځواکونو حملې زیاتې شوي دي.

یوه له دې پيښو څخه په وروستیو ورځو کې د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې د یوه افغان پولیس له لوري د دوو لوړ پوړو امریکایې منصب دارانو وژنه ده.

له دې پیښې وروسته ناټو د افغانستان له وزارتونو څخه خپل سلاکاران ور وبلل، چې لا هم دندو ته نه دي ستانه شوي.

د دفاع وزارت چارواکې دا مسئله خورا جدي بللې او ویلي، چې دوي باید د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د مخالفینو د نفوذ مخنیوې وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر نور کارپوهان وایي، چې د افغان حکومت نړېوال مرسته کوونکي باید د افغان حکومت سره خپلې مرستې زیاتې کړي تر څو دا پوځ په ښه توګه وروزل شي.


د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي، چې د ۲۰۰۷ کال را پدېخوا په دوه څلویښتو پيښو کې وسله والو د افغان ځواکونو له جامو څځه په ګټې اخیستنې پر بهرنیو ځواکونو حملې کړي او په دې ترڅ کې د ناټو ۷۰ کسه وژلي دي.

دا، چې دا وروستۍ پیښې کلام پاک ته د بې حرمتی له پیښې سره څومره تړاو لري، لا نه ده څرګنده، خو تر دې مخکې په تیرو کلونو کې هم څو څو وارې لیدلې شوي، چې بهرني ځواکونه د خپلو افغان همکارانو له خوا په نښه شوي.
XS
SM
MD
LG