د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

صدیقي:د دوو امریکايي سلاکارانو وژونکی مو پیژندلى


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
سره له دې چې د کورنیو چارو په وزارت کې د دوه امریکايي سلاکارانو د وژنې شاوخوا یوه اوونۍ تیره شوه خو بیا هم هغه کس نه دی نیول شوی چې دغه کار یې تر سره کړی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو سره په یوه مرکه کې وویل، چې هغه کس یې پیژندلی چې د دوه امریکايي سلاکارانو وژنه کې یې لاس درلوده خو وايي چې تر اوسه یې نیولی نه دی.

په دې هکله له صدیق صدیقي سره زموږ خبریالې جمیلې ظریف یوه مرکه کړې او په سر کې یې له هغه همدا خبره پوښتلي چې د هغه کس په هکله یې تحقیقات تر کومه ځایه رسیدلي چې د دوه امریکايي سلاکارانو په وژنه کې یې لاس درلوده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:45 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG