د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

مېټ رامني د میشیګان او اریزونا لومړنۍ ټاکنې وګټلې


په امریکا کې د جمهوري غوښتونکي مخکښ کاندید مېټ رامني
په امریکا کې د جمهوري غوښتونکي مخکښ کاندید مېټ رامني
″میت رامني″ چې د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید دی، په میشیګان او اریزونا ایالتونو کې د دې ګوند لومړني انتخابات وګتل.

د میشیګان په ایالت کې د سې شنبې د ورځې تقریباً ټولې رایې شمېرل شوي او نتیجه یې ښیي؛ چې رامني په سلو کې ۴۱ رایې ګټلي دي.

د هغه نژدې رقیب ″ریک سانتوروم″ په سلو کې ۳۸ رایې خپلې کړي دي.

د سیاسي چارو څیړونکي وایي، رامني چې ونه توانیده په میشیګان کې چې را لوی شوی او پلار یې یو وخت والي و، اکثریت رایې وګټي دا د دې څرګندونه کوي، چې تراوسه په دې اړه چې څوک به د راتلونکې نومبر په میاشت کې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ولسمشر بارک اوباما په وړاندې په انتخاباتوکې دریږي، پریکړه نه ده شوې.

د سې شنبې د ورځې انتخابات یوه اونۍ مخکې تردې ترسره شول، چې راتلونکې سې شنبه د مارچ شپږمه مهمه ورځ ده. په دې ورځ په لسو ایالتونو کې رایې اخیستل کیږي او اټکل کیږي، چې دا به د دې ګوند د اصلي کاندید د غوره کیدو لپاره ډیرمهم انتخابات وي.

وروسته له هغې چې د میشیګان په ایالت کې د رایو نتیجې اعلان شوې، میت رامني وویل چې نتیجه ډیره نژدې وه.

″موږ د رایو اکثریت نه دی ګټلی خو موږ کافي رایې ګټلي او هغه ټولې حسابیږي.″

۶۴ کلن رامني چې د مساچوسیت پخوانی والي دی، یووخت د جمهوري غوښتونکو بریالی څیره ګڼل کېده خو په وروستیو کې سانتوروم په کولوراډو، مینیسوتا اومیسوری کې د روانې میاشتی په سر کې د انتخاباتو په ګټلو سره د هغه په سخت رقیب بدل شوی دی.

سانتوروم چې په میشیګان کې یې خپله نژدې ماته ومنله له رایې ورکونکو مننه وکړه چې نتیجه د ده د انتظار خلاف ډیره ښه وه.

″زه ستاسو ډیر ډیر منندوی یم، چې نن شپه دلته دومره زیات خلک راټول شوي. باید ترهرڅه مخکې د میشیګان خلکو ته ووایم چې پوهیږی نن موږ په دغو انتخاباتو کې چې هرچابه ویل چې هیریې کړه، د یوه رقیب ترشا یو، دوی به ویل چې هیڅ چانس نه لرې خو د میشیګان خلکو د کاندیدانو زړونو ته وکتل او یوشی چې غواړم تاسو ته یې ووایم دادی چې ټول په ماګران یاست.″

په جنوب لویدیځ ایالات اریزونا کې چې په سلو کې ۹۳ رایې شمیرل شوي رامني په ډیرې اسانۍ په سلو کې ۴۷ رایې ګټلې او سانتوروم په سلوکې ۲۷رایې خپلې کړي دي.

دونورو کاندیدانو د مشرانو جرګې پخواني ریس نیوت ګینګریچ او د کانګرس غړي ران پاول دریم او څلورم ځای نیولی دی.

ګینګریچ چې یووخت د جمهوري غوښتونکو د یوه مخکښ کاندید په سترګه ورته کتل کیدل، په اریزونا کې په سلو کې ۱۶ او په میشیګان کې په سلو کې ۷ رایې خپلې کړي او پاول هم په میشیګان او اریزونا کې په سلو کې د دولسو او اتو راییو په ګټلو سره څلورم مقام نیولی دی.

د راتلونکې سه شنبې په ورځ په لسو کې ایالتونو کې د ۴۱۹ استازیو لپاره چې د یو کاندید د غوره کیدو لپاره د دریو برخو له یوی زیاتی دي، انتخابات کیږي.

په ټوله امریکا کې د جمهوري غوښتونکو د استازیو شمیر ۲۰۶۱ دی او یوکاندید ۱۱۴۴ رایو ته اړتیا لري چې د دې ګوند له خوا اصلي کاندید وپیژندل شي.

رامني تراوسه د ۱۵۲ استازیو او سانتوروم هم د ۷۲ رایې ګټلی دي.
XS
SM
MD
LG