د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

م.م د افغانستان په ښارونو کې د ماشومان پر حالت اندېښنه څرګندوي


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د اماناتو صندوق یا یونسف په یو نوي رپورټ کې د افغانستان په ښاري سیمو کې د ماشومانو په حالت اندیښنه څرګنده کړې. دې ادارې د تیرې سې شنبې په ورځ ښاري ژوند او په ماشومانو د هغې د اغیزو په نامه یو رپورټ خپور کړ، چې په کې تر ډیره د هغو ماشومانو حالت څیړل شوې، چې له بیلابیلو لرو پرتو سیمو نه ښارونو ته تللي دي.

د یونسف په دې رپورټ کې له افغان دولت نه غوښتل شوي، چې د هغو ماشومانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي، چې په ښارونو کې په ناوړه حالت کې ژوند کوي.

دا رپورټ، چې ښاري ژوند او په ماشومانو د هغې اغیزې نومیږي، د سې شنبې په ورځ خپور شوی او په کې ویل شوي، چې د یو ځانګړي پروګرام نه شتون د دې لامل کیږي، چې د افغان ماشومانو ژوند له ستونزو سره مخ شي.

د یونسیف د رسنیو مسوول عزیز فروتن، د چهارشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل، تعلیم او تربیې، د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو ته نه لاس رسۍ هغه ستونزې دي، چې دغه ماشومان ورسره مخ دي.

″ زمونږ رپوټ د ښارونو په هکله دی، هغه ماشومان چې په ښارونو کې ژوند کوي او موږ غواړو چې ټولو نړیوالو په خاصه توګه افغان حکومت او ټولو هغو ادارو ته چې د ماشومانو لپاره کار کوي؛ ووایو، چې ښارونه اوس د پرمختګ په لور دي، دلته ماشومان غواړي، چې سم ژوند وکړي او دوی ته باید د خوندیتوب، د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.″

د ښاغلي فروتن په وینا د هغو ماشومانو ژوند چې د هیواد له لیرې پرتو سیمو نه ښارونو ته کډه شوي تر نورو هغو ډير د اندیښنې وړ دی.

د رپوټونو له مخې یو شمېر نړیوالو ادارو د افغان دولت په مرسته په تیرو لسو کلونو کې ماشومانو ته د هغوی د تعلیم او تربیې او روغتیا په برخه کې کار کړی خو د یونسیف اداره بیا ټول دغه کارونه کم بولي.

یونسف دا رپورټ په داسې حال کې خپور کړې، چې همدا اوس د افغانستان په بیلابیلو ښارونو او په تیره بیا پلازمینه کابل کې هره ورځ په لسګونو ماشومان لیدلې کیږي، چې په شاقه کارونو بوخت دي.

دغه ماشومان اکثره ښوونې او روزنې او د ژوند له نورو امکاناتو بې برخې دي او یوازې دې ته فکر کوي، چې په څه ډول سره د کورنۍ د غړو خیټې مړې کړي.

څو تنو ماشومانو د خپل زړه حال له آزادۍ راډیو سره داسې شریک کړ.

″ بس مذدوري کوو موږ دلته مهاجر یو او ښوونځي هم نه لرو له دولت نه مو غوښته دا ده، چې موږ ته ښوونځي جوړ کړي او په هره برخه کې مرسته وکړي.

زما نوم ګل بي بي ده. دلته کاغذونه ټولوو او بیا اور پرې بلوو، په خیمو کې پراته یو.″

له بل لوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت بیا خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې پنځه اشاریه شپږ میلیونه ماشومان له خطر سره مخامخ دي.

د دې وزارت مرسیتال واصل نور مهمند له ازادي راډ‌یو سره په خبرو کې وویل، چې حکومت د دې ماشومانو د راټولو او د دوی د ستونزو د هواري لپاره یوه ستراتیژي جوړه کړې.

″په دې ستراتیژي کې درې اساسي برخې دي چې یو یې د عامه پوهاوي پروګرا م ده چې خلک د ماشومانو په حقونو وپوهیږي او د دوی شخصیت وپیژني او ددې تر څنګ هغو کورنیو ته چې په رښتیا سره اقتصادي ستونزې لري د هغوی لپاره هم د یو ښه عاید زمینه برابروي.″

د دې سربیره په افغانستان کې د ماشومانو د حقوقو په اړه هم پراخې اندیښنې موجود دي، له دوی نه په جګړو کې کار اخستل کیږي، جنسي تیرې ورباندې کیږي قاچاق کیږي او له ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي.

دا ستونزې په داسې حال کې یادیږي، چې همدا اوس د یونسف په ګډون په لسګونو نورې نړیوالې ادارې موجود دي، چې په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند د ښه کولو لپاره کار کوي.

خو داسې ښکاري، چې د دغو ادارو له خوا روانې هلې ځلې زیاتې موثرې ځکه ندي، چې لا هم دا ستونزې په پراخه کچه موجود دي.
XS
SM
MD
LG