د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

بریتانوي پوځيان هڅه کوي د افغانستان د شمال له لوري ووځي


بریتانوي مقامات وايي، هیواد یې د مرکزي اسیا له هیوادونو سره د ترانزیتي توافقاتو لپاره هڅه کوي، څو وکولی شي، هغه پوځې وسایل یې چې میلیاردونو دالره ارزښت لري وروسته له دوه زره څوارلسم میلادې کال څخه چې عسکر یې له افغانستانه وځي بیرته بریتانیا ته انتقال کړي او له دې کار سره به د پاکستان پر لارو اتکا کمه شي.

په پاکستان کې د تیر نوامبر په میاشت کې د ناټو ځواکونو د هوايي حملې په ترڅ کې د پاکستاني عسکرو په وژلو سره د اسلام اباد او واشنګتن اړیکې خړ پړ شول او پاکستان په افغانستان کې د ناټو عسکرو پرمخ خپله اکمالاتي لاره وتړله.

د پاکستان دې اقدام افغانستان ته د ناټو ځواکونو لپاره د اکمالاتو د رسولو لپاره د بدیلې لارې د مونولو اهمیت ډیر کړ. د بریتانیا د دفاع وزارت پرون وویل، د دې هیواد د دفاع وزیر فلیپ هاموند د دوشنبي په ورځ له قزاقستان څخه کتنه وکړه او هلته یې داسې یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې له افغانستان څخه او یا هم افغانستان ته د موادو انتقال د هوا له لارې تر سره کیږي.

فلیپ هامون او د قزاقستان د جمهور رییس نور سلطان نظر بایف همداشان موافقه وکړه، چې د یوه بل تړون په اړه به سره خبرې وکړي، چې له مخې به یې پوځې وسایل د مځکې له لارې انتقالیږي.

د دې موافقی له مخې به بریتانیا ته له داسی لارو د کار اخیستو امکان برابر شي؛ چې وکولی شي، یوولس زره کانټینرونه وسایل او درې زره پوځي موتړونه له افغانستان څخه بیرته بریتانیا ته انتقال کړي.

هاموند پرون د ازبکستان د حکومت له لوړ رتبه مقاماتو سره وکتل او افغانستان ته یې د پوځي وسایلو او تجهیزاتو د لیږد په اړه خبرې وکړي.

فلیب هامود په خپلې یوې اعلامیې کې ویلي، دا ډیره مهمه ده، چې موږ دمخه تر دې چې له افغانستانه ووځو، د خپلو وسایلو د ویستلو لپاره لار ولرو. موږ لوی لوژیستکي عملیات لرو او د هغې د تر سره کولو لپاره په سیمه کې د خپلو ملګرو همکاري ته اړتیا لرو.

ټاکل شوې، چې له افغانستان څخه پوځي تجهیزات د منځې اسیا په لاره په اورګاډي کې د زرګونو کیلومترو لارې تر وهلو وروسته بالتیک بندر ته ورسیږي او بیا له هغه ځایه په بیړیو کې بیرته بریتانیا ته ورسول شي.

د بریتانیا لوی درستیز به دا اونۍ د قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان له مقاماتو سره خبرې وکړې او د دې درې هیوادنو له لارو څخه د ګټې اخیستو په اړه ورسره خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG