د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

“د غالیو تولیدات او صادرات ۷۵ سلنه کم شوي دي”


په افغانستان کې د غالیو تولیدونکي او صادرونکي پر حکومت انتقاد کوي، چې د افغاني غالیو د مشهور صنعت د پرمختګ او بازار پیدا کولو لپاره یې لازم څه نه دي کړي.

دوی په نړیواله کچه اقتصادي ستونزي او دې صنعت ته د افغان حکومت نه پاملرنه په هیواد کې د غالیو د تولید او صادراتو د کموالي لاملونه بولي.

د افغانستان د صنایعو د عمومي ټولني رییس شیرباز کمین زاده د غالیو د صنعت ستونزو ته په کتلو له افغان چارواکو غواړي؛ چې د دې صنعت د پرمختګ لپاره مرسته وکړي.

“له دې سترګې نه شو پټولای، چې د غالیو صنعت ډیرې ستونزې لري، ژوندی او روښانه مثال یې دا دی، چې تر یوه کال مخکې موږ غالۍ دلته غچې او منځلای نه شوای.

له دې سره چې دولت وخت پر وخت ژمني کړې وې، چې په جلال اباد او کابل کې ورته پارکونه جوړ کړو خو تر اوسه ونه شوه؛ موږ خواشیني یو او له سکتوري وزارتونو هیله لرو، چې په دې برخه کې مرسته وکړي.”

د افغانستان د غالیو تولیدوونکی او صادرونکی چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې سره راټول شوي وو په هیواد کې د غالیو صنعت په ۷۵ فیصده کمښت اندېښنه وښوله.

دوی له افغان حکومت څخه وغوښته، چې د غالیو د صادراتو لپاره دې په مسکو، ترکیه او جنوبي افریقا کې ورته نوي بازارونه پیدا کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هم په هیواد کې د غالیو د تولید او صادراتو کمښت مني، خو نه په هغه اندازه چې ادعا یې کیږي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان حکومت د غالیو صنعت څخه لازم ملاتړ کړی دی.

“د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ژمن دی او له دوی سره مرسته کوي، پخوا موږ یوازې په افغانستان کې غالۍ اوبدلې رنګ او غچې کولو ته یې نورو هیوادونو ته وړل کېدلې، خو له نېکه مرغه اوس یې په افغانستان کې ټول کارونه کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د دوی ملاتړ کوي، دوی ته بازار پیدا کوي، په صادراتو او وارداتو کې یې هم مرسته کوي.”

د راپورونو له مخې اوسمهال په افغانستان کې د غالیو ۳۰۰ تولیدونکي او صادرونکي شرکتونه کار کوي.

د دغو شرکتونو چارواکي وايي، چې د غالیو د تولید او صادرولو د ډیر کمښت له امله یې ډیر شمېر کار کوونکې بې کاره شوي دي.

د افغانستان په لاسي صنایعو کې غالۍ په هیواد او ټولنه نړۍ کې ښه نوم لري، خو د راپورونو له مخې دغه غالۍ پاکستان ته تر وړلو وروسته نړۍ ته د پاکستانیو غالیو په نوم لیږل کیږي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG