په افغانستان کې د طبیعي پیښو پرضد د مبارزې ملي کمیټې له ایکو سازمان څخه وغوښتل، چې له دې هیواد سره د طبیعي پیښو د ګواښونو په مخنیوي کې لازمه مرسته وکړي.
د ولسمشر کرزي دوهم مرستیال او د طبیعي پیښو پرضد د مبارزې د ملي کمیټې رییس کریم خلیلي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ایکو یا سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان په شپږمه کلنۍ غوڼده کې وویل؛ چې په افغانستان کې د طبیعي پیښو په پرتله امکانات ډیر کم او ناڅیز دي.
ښاغلي خليلي د ایکو سازمان د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې په افغانستان کې هرکال د طبیعي پیښو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوړي او د مخنیوي لپاره یې باید د دې سازمان غړي هیوادونه خپلې تجربې او امکانات له افغانستان سره شریک کړي:
"د طبیعي پیښو د شومو پدیدو پرضد د مبارزې لپاره د تجربو تبادله او شریکول کولای شي له مونږ سره ښې مرستې وکړي.
د ښې هماهنګۍ او تدابیرو نیول د طبعي پیښو د خطرونو د کمولو لپاره به ډیرګټور او اغیزمن تمام شي."
افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې هرکال د زلزلې، سیلابونو، واورو، اقلیمي بدلونونو او نورو طبیعي پیښو له امله په کې لسګونه کسان مړه او ټپیان کیږي او دغه راز د دې هیواد خلکو ته ډیر مالي زیانونه هم اوړي.
د اضطراري حالاتو د کمیټې رییس ډاکټر دایم کاکړ وایي، چې سږ کال هم په روان ژمي کې په افغانستان کې ګڼ شمیرکسانو ته مرګ ژوبله واوښته؛ خو د کمو امکاناتو له امله دوی ونه توانیدل؛ چې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.
ده د ایکو سازمان په دې دوه ورځني کنفرانس کې څرګنده کړه، چې ایکو سازمان کولای شي له افغانستان سره د طبیعي پیښو د ګواښونو په کمولو او کنټرول کې پرمالی مرستو سربیره د طبیعي پیښو پرضد د مبارزې د ادارې د کارکوونکو کاري وړتیاوې هم لوړې کړي:
″دوی باید له موږ سره هم د بودجې په برخه کې مرسته وکړي، هم زموږ کارکوونکي تربیه کړي او هم هغه میتودونه چې د دوی په هېواد کې دي، مثلا مخکې له دې چې کومه پېښه کیږي، څه پېشبیني ورته ورلرو، په دې موږ خبرې کوو او د دوی کمکونه هم غواړو.
هغه هېواد چې کوربه وي، هغه کوالای شي، چې خپل ټول مقاصد، خپل ټول پېشنهادونه په ډېره اسانۍ سره دوی ته ورسوي.″
د ایکو یا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان غونډه هرکال د دې سازمان په یوه غړي هیواد کې جوړیږي او د بحث موضوعګانې یې هم توپیرلري، تیرکال د دې سازمان کلنۍ غونډه په قزاقستان کې جوړه شوه او د راتلونکې کال غونډه یې لا نه ده معلومه چې په کوم هیواد کې به ترکوم عنوان لاندې جوړه شي.
د دې سازمان سږنی کنفرانس د طبیعي پیښو د ګواښونو د کمولو ترنامه لاندې په کابل کې جوړه شوه؛ خود دې سازمان دوره یي سکرتر جنرال عبدالقاسم تهماسي، چې ایرانی دی، آزادي او آشنا راډیوګانو په ګډون له ځینو رسنیو سره د افغانستان د دې غوښتنو په اړه د نا څرګندو دلایلو له امله خبرې ونه کړې.