د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

پاکستان : وسله والو اتلس تنه ملکيان ووژل


د پاکستان په شمال ختیزه سیمه کوهستان کې امنيتي مقامات وايي، د سپرلیو پر یوه موټر باندې د ناڅرګندو وسله والو په برید کې پینځه ویشتو تنو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

چارواکي وايي دا برید نن تر غرمې مخکې د قراقرم لويې لارې په اوږدو کې هربن نومي سیمه کې شوی.

ځايي امنيتي مسوولین وايي، یو کوسټر ډوله موټر، چې پينځه ویشت سپرلۍ پکې سپرې وې او له ګلګت څخه د راولپنډۍ پر لور روان د کوهستان ولسوالۍ په اړوندو کې د ناڅرګندو وسله وال له لوري تر برید لاندې راغی.

بل خوا داسې راپورونه هم ترلاسه شوي، چې بریدګرو لومړی ټولې سپرلۍ له موټر څخه راکښته کړې او د لويې لارې پر سر يې پرې ډزې وکړې.

د پاکستان دولتي تلويزیون د ځايي امنيتي مقاماتو له قوله خبر ورکړی، چې په دې پيښه کې لس تنه وژل شوي او پينځلس نور ټپيان دي خو ازادې سرچينې او د پاکستان خبري رسنۍ د ځايي دولتي مقاماتو او عیني شاهدانو له قوله اصلي شمیره تر دې ډیره لوړه ښيي.

بل خوا یوه ځايي پولیس افسر، چې نه يې غوښتل نوم او غږ يې خپور شي له سیمې د تلیفون پر لیکه ازادي راډیو ته وویل، چې دا پيښه په یوه لرې پرته سیمه کې رامنځته شوې او تر هغې چې ددوی له لوري لیږل شوي پولیس سیمې ته نه وي رسیدلي د مرګ ژوبلې د کره شمير او جزیاتو په باب څه نشي ویلي، خو د عیني شاهدانو له قوله يې د اتلسو تنو د وژل کیدا او اوو نورو د ټپي کیدا خبر تائيد کړ.

نوموړي وویل، له عیني شاهدانو يې اوريدلي، چې د یوشمیر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او ښايي د وژل شویو شمير نور هم لوړ شي.

کوهستان له سوات سره نښتې غرنۍ ولسوالي ده او د پاکستان د نورو سیمو په نسبت د دولت د وسله والومخالفینو له وجوده پاکه ګڼل کیږي خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې دا برید د چا له خوا شوی.

دولتي مقاماتو د سپرليو د هویت په باب بې خبري ښوولې خو باخبره سرچینو ازادي راډیو ته وویل، چې نژدې ټولې سپرلۍ د ګلګت اوسیدونکي وو، چې د راولپنډۍ پر لور روان وو.

ګلګت نه یواځې داچې د سخت دریځو وسله والو ډلو له موجودیته پاکه ګڼل کیږي په تیرو وختونو کې د مذهبي شخړو او تاوتریخوالي کچه هم پکې په نشت شمار ده.

په کوهستان کې د سپرلیو پر موټر دا برید په داسې حال کې شوی، چې له تیرو څو ورځو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پيښې یوارې بیا زياتې شوي.

د تیرې پنجشنبې راهیسې په پيښور او نوښار کې پر ولسي خلکو او پولیسو درې چاودنې او ځانمرګي بریدونه شوي، چې له امله يې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ځايي دولتي مقامات وايي، ترهګرو ډلو په سیمه کې د ویرې ترهې خورولو په هدف یوارې بیا د دادول پيښو لړۍ پيل کړې او هڅه کوي څو امنیت له ګواښ سره مخ کړي، خو د خيبر پښتونخوا د ایالتي حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین تیره ورځ په پيښور کې له خبريالانو سره په خبرو کې وویل، چې ایالتي حکومت به په خپل ټول توان ددغو ډلو پر وړاندې مقاومت وکړي.

د وروستیو راپورونو له مخې تر لا هیڅ کومې ډلې ددې برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
XS
SM
MD
LG