د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

″طالبان له یتیمو او بې کوره هلکانو څخه ناوړه ګټه پورته کوي″


Pakistan -- A young student cries after being rescued following a police raid on Madrassa Zakarya in Karachi, 12Dec2011
Pakistan -- A young student cries after being rescued following a police raid on Madrassa Zakarya in Karachi, 12Dec2011
په پیښور کې په زرګونو هلکان د بې کورۍ او بې وزلۍ له امله په نشه يي موادو او بدو کارونو روږد شوي دي.

خو په پيښور کې یو ډاکتر چې د دې معتادو هلکانو درملنه کوي وايي، چې نړۍ واله ټولنه د دې هلکانو د روزولو او د مخدره موادو د پرېښودلو لپاره کافي پيسې نه لګوي.

په داسې حال کې چې همدا بې کسه او غریب هلکان دي، چې طالبان یې د خپلو مقصدونو لپاره استعمالولای شي. وسله وال طالبان یتیم او بې وزلي هلکان خپلو مرکزونو ته بیایي او هلته یې د ځان وژونکو حملو لپاره روزي.

د اسو سیېټډ پرېس خبري آژانس د یوه کوچني هلک کیسه را اخیستې ده چې د مجبوریت له امله یې بدو کارونو ته لاس اچولی دی او د لویانو له خوا ورسره ناوړچلند شوی دی.

هغه دوه کلن و، چې مور یې په کوڅه کې پریښود. څو کاله وروسته بندي شو او هلته په لومړۍ شپه د بندي خانې د ساتونکې له خوا ورسره بد چلند وشو.

دې تنکې هلک د پیسو د لاس ته راوړلو او د شپې د تیریدو د ځای لپاره په بدو کارونو لاس پوري کړ. ورو ورو د چرسو په څکولو او وروسته په هیروینو روږدی شو.

دا ډنګر جګ هلک چې اوس لس کلن دی ناارامه ښکاري، سترګې يې کښته مځکې ته ځير کړي دي. تقریباً په ټيټ غږ وايي چې زه پر خپلو کړو شرمینده یم.

هغه د پاکستان په شمال لویدیځ سرحدي ناارامه ښار پیښور کې چې خلک یې معمولاً وسلې د ورځپاڼې په څير له ځان سره ګرځوي بیا هم هیلمن دی.

ځکه چې خپل ځان ته یې د شپې دتیرولو ځای موندلی دی. په دې سیمه کې د یوې خیریه مووسیسې له خوا د بې کوره هلکانو لپاره چې په مخدره موادو روږد سوې دي، یو خاص ښوونځی جوړ شوی دی، چې لیلیه هم لري. دی هم په همدې ښونځي کې شپې ورځې تیروي.

معمولاً په پاکستان کې دا ډول ښوونځي یا پناه ځایونه لږ موندل کېږي.

د ښوونځي معاون مظهر علي وايي، تر ټولي نړۍ په پیښور کې هیرویین په ډيره ارزانه بیه پلورل کیږي.

د اسوسیېټډ پرس خبري آژانس په وینا پیښور ته هیرویین له افغانستان څخه راوړل کېږي. د ملګرو ملتونو د پروسږني راپور پر اساس د نړۍ ۹۰ فیصده تاریاک له افغانستان څخه راځي.

آژانس زیاتوي:

د دې ښار په خاورینو کورنو کې ځيني ځوانان او یا هم د ډير عمر کسان
د سخت دریځو اسلام پالو طالبانو تر نفوذ لاندې راغلې دي، چې په پيښور کې آزاد ګرځي.

د ښوونځي معاون مظهر علي وايي، چې کله کله سختدریځ طالبان بې کوره کوچنیان شمالي وزیرستان ته بیايي او هلته یې د ځان وژونکو حملو لپاره چمتو کوي.

طالبان کوچنیانو ته د ځان وژونکو حملو پر وخت مخدره مواد ورکوي او هغوی له خپل نه خبر نه وي، چې د حملې په نتیجه کې وژل کیږي.

په ښوونځي کې یوه ارواح پوه ″اوما یما ضیا″ د یوه هلک په اړه چې اسامه نوموږي او د قران شریف په لوستلو بوخت دی وايي، چې اسامه د طالبانو له خوا نیول شوی و او هغه ته سخته شکنجه ورکړل شوې وه، خو دی له طالبانو څخه په تیښته بریالی شو.

اومایما ضیا وايي، په پیښور کې ډيرې بې کوره نجونې هم شته او په ډير بد حالت کې دي، خو دوی ته د اوسیدلو لپاره دا ډول ځایونه نشته او نجوني په مخدره مواودو نه دي روږدي.

د اسوسیېټډ پرېس خبري اژانس د ډاکټر سکندر خان له قوله چې د دې ښوونځي مسوول دی وايي؛ چې په مخدره موادو روږد ۷۰۰۰بې کوره هلکان د پيښور په کوڅو کې ګرځي.

ډاکټر خان چې د دې ښوونځي د چلولو لپاره د اروپايي اتحاديې څخه پيسې لاس ته راوړي وايي، چې د هلکانو شمېر ډير دی، خو د دې کار لپاره کافي پیسې نه ورکول کیږي.

نوموړی زیاتوي، نړیواله ټولنه د بنسټیزو کارونه لپاره پیسې لګوي، د دې ډول خوارو هلکانو د ستونزو د حل لپاره بودیجه نه لري.

ډاکټر سکندرخان وايي، همدغه بې کوره هلکان د طالبانو له خوا جذبیږي، ولې ښايي چې په راتلونکې وخت کې د دې ډول تنکي هلکانو غم وخوړل شي، د ستونزو د له منځه وړلو لپاره یې فکر وشي، ځکه خلک په دې پوه شوي دي، چې که د بې وزلو بې کورو هلکانو غم ونه خوړل شي، نو تروریستان په ترې جوړ شي.
XS
SM
MD
LG