د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

په لندن کې به د افغانانو یوه ډله د شکسپیر یوه ډرامه ترسره کړي


د مې د میاشتې په وروستیو کې به د افغانانو یوه ډله د بریتانیې د ستر لیکوال ویلیام شکسپیر یوه کمیډي ډرامه په دري، د لندن ښار په ګلوب تیاتر کې ترسره کړې.

دا په لندن کې د سږکال د المپیک د مسابقو تر پيل مخکې د کلتوري فیستیوالونو یا پروګرامونو یوه برخه ده.

د افغانانو د دې تیاتري پروګرام مسول کورني جابر چې په خټه د سوریې دی، رویټرز ته وویل، چې د شکسپیر (Comedy of Errors) یې څنګه غوره کړې چې افغانان نه غواړي چې تراژیدي پروګرام اجرا کړي.

د شکسپير دا کمیدي، تیاتري ټوټه د شخصیتونو د تیروتنې په اړه او لوبغاړو یې ویلي، چې د دې خنده دارې ډرامې په مرسته به د افغانستان کلتور چې د څو لسیزو جګړو سخت ځپلي دی نړېوالو ته څرګند کړي.

په دې ډرامه کې د سر رول، نبي تنها ته ورکړل شوی دی او رویټرز اژانس يې په حواله لیکي چې افغانان اوس سوکه سوکه خپل تیاتر او هنر بیرته را ژوندی کوي.

دوي به د شکسپير دا ډرامه چې اصل یې په انګلیسي لیکل شوې ده په دري تر سره کړي نو له دې امله په ډرامه کې ځیني نومونه بدل شوي دي، افغاني موسیقي ور ګډه شوې ده او د لوبغاړو کالي هم د افغانانو په ډول دي.

د هنر د لمانځلو لپاره د( (Globe to Globe یا (له نړۍ تر نړۍ) دا فیسیتیوال په هرو څلورو کلونو کې د اپریل په ۲۳ نیټه چې د انګلیسي ژبې د دې ستر لیکوال ویلیم شکسپير د زیږیدو له نیټې سره برابره ده پیل کېږي.

په دې فیستیوال کې به د شکسپير ۳۸ ډرامې د نړۍ په ۳۸ ژبو د شپږو اونیو په ترڅ کې ترسره شي.

په ډرامه کې درې ښځې هم شته چې یوه یې فرزانه سلطاني ده، دې رویټر اژانس ته ویلي: زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د شکسپیر په ډرامه کې برخه لرم.

د ډرامې پروډیوسر یا تنظیمونکې روګر ګرانفیل رويټرز ته ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو لوبغاړو پيدا کول ډير ګران کار دی او دا به ډيره اسانه وای چې د شکسپیر د زمانې په څير ټوله ډرامه سړیو تر سره کړې وای.

د شکسپير په وخت کې په انګلستان کې سړیو د ښځو کالي اغوستل او په ډرامه کې به يې برخه اخیستله.

سره له دې چې افغانان تل د هندي فلمونو له شدید شوقیانو حساب شوي دي، د دوي خپله سینما او تیاتر د تیرو کلونو جګړو سخت متاثره کړي دي.

د دې ترڅنګ، افغان هنرمندان کافي امکانات او وسایل نه لري نو تیاتر هیڅ کله د ودې کولو مناسبه موقع نه ده موندلې.
XS
SM
MD
LG