د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

امریکا وایي، د افغانستان ستراتیژي پر خپل حال ده


د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني
د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني
د کابل او واشنګتن تر منځ امریکایي پوځي چارواکو د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان پر وروستیو ناکراریو خبرې وکړې او د سپینې ماڼۍ ویاند هم په افغانستان کې د امریکا پرستراتیژۍ وغږیده.

تیره اونۍ په بګرام هوایي اډې کې د قرانکریم د یو شمیر نسخو له سوځیدو وروسته په افغانستان کې مظاهرې پيل شوې چې تر اوسه د دې مظاهرو په ترڅ کې ویل کېږي چې نژدې څلویښت تنه وژل شوې دي. پر امریکايي پوځیانو هم له دې پیښې وروسته په بیلابیلو سیمو کې بریدونه زیات شوې دي.

دې پیښو په افغانستان کې د امریکا پر پوځي ستراتیژۍ څه اغیز کړی دی؟

سپینه ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت وایي، چې په افغانستان کې د جګړې په ستراتیژۍ کې بدلون نه دی راغلی او امریکا به له افغانستانه د عسکرو وتل چټک نه کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني په کابل کې د کورنیو چارو په وزارت کې د دو امریکایي صاحب منصبانو وژنه ویرونکې پیښه وبلله او ویې ویل چې روان کال د امریکا او ناټو د نورو غړیو هیوادو ګڼ شمیر پوځیان د خپلو افغان ملاتړیو له لورې وژل شوې دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جورج لیټل بیا وویل چې په تیرو اوو ورځو کې پر امریکایي پوځیانو بریدونه زیات شوې دي خو له افغان همکارانو سره د واشنګتن اړیکې همهغسې کلکې دي چې مخکې وې.


بل لور ته په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویاند جان کېربي له کابله د ویډیو کنفرانس له لارې په واشنګتن کې د دفاع وزارت چارواکو ته وویل چې په کابل کې د کورنیو چارو د وزارت دننه د دو امریکایي صاحب منصبانو د وژلو له قضیې سره یو ډول کړکېچ پیدا شوی دی.

د دغو امریکایانو له وژلو وروسته ناټو خپل ټول کارکوونکې د افغانستان له وزارتونو وایستل.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو په واشنګتن کې وویل، سره له دې چې له یوې اونۍ راهیسې په افغانستان کې خونړۍ ناکرارۍ، په بګرام کې د قرانکریم د یو شمیر نسخو د سوځیدو له امله پیدا شوې دي، بیا هم امریکا د کابل له حکومت سره پر خپل ایتلاف ولاړه ده او د جګړې ستراتیژۍ ته په افغانستان کې ژمنه ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جورج لیټل خبریالانو ته وویل چې دفاع وزیر لیون پانیتا او جګپوړی پوځی چارواکې جنرال مارټین ډیمپسي په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ بنیادي برخه سمه پرمخ روانه ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه چې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو په پروګرام کې بدلون نه دی راوستی او لکه څرنګه چې ناټو ژمنه کړې ده د دوه زره څوارلسم میلادي کال تر پایه به افغان ځواکونو ته د افغانستان امنیتي چارې وسپارل شي.

د امریکایي پوځیانو ویاند، کېربي وایي، په افغانستان کې د اعتراضي مظاهرو سربیره له افغان ځواکونو سره د امریکایي پوځیانو ګډ عملیات دوام لري. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د دې میشت ویاند په باور په بګرام کې د قرانکریم د نسخو د سوځیدو اعتراضونه امریکایان څاري او اوس دا اعتراضونه کم شوې دي.
امریکا په بګرام کې د قرانکریم د نسخو د سوځیدو له امله بیا بیا بښنه غوښتې ده او ټینګار کوي چې دا یوه تیروتنه ده قصدي عمل نه دی.
XS
SM
MD
LG