د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د بدخشان لرې پرتو سیمو ته دارو درمل رسیدلي


په بدخشان کې سړې هوا په لسګونو ماشومان وژلې دي. د دې ولایت د روغتیایي چارو مسوولان وایي چې له کابله څو ټنه دوا وررسیدلې ده او اوس یې د بدخشان په لرې پرتو سیمو کې ګرځنده کلنیکونه فعاله کړې دي.

د بدخشان راغستان او کوهستان ولسوالیو ته چې لارې یې واورو تړلې وې، روغتیایي ډلې استول شوې دي.

د بدخشان د عامه روغتیا رییس ډاکټر نور خاوري ازادۍ راډيو ته وویل، چې د سړې هوا له کبله په ماشومانو کې د خپرو شویو ناروغیو مخه په دې لرې پرتو سیمو کې نیول شوې ده.

ډاکټر خاورې زیاته کړه، چې په تیرو دوو اونیو کې په بدخشان کې د سړې هوا له امله پنځه دیرش ماشومان وژل شوې دي:

«د لارو د تړلو او سړې هوا له امله د ساه بندي او سکاروي ناروغۍ په دې لرې پرتو سیمو کې د تیرو شلو ورځو په ترڅ کې زیاتې شوې دي،چې له امله یې پنځه دیرش ماشومانو خپل خوږ ژوند په تیرو دوو اونیو کې له لاسه ورکړی دی.»

د بدخشان د عامه روغتیا د ریاست په وینا له کابله دغه ولایت ته شپږ ټنه دوا انتقال شوې ده او اوس په لرې سیمو کې ګرځنده کلینکونه فعاله دی.

د یو شمیر رپوټونو له مخې په تیرو پنځلس کلونو کې په افغانستان کې روان کال تر ټولو سخت ژمی دی.

نژدې یوه اونۍ مخکې د افغانسان د عامه روغیتا وزارت خبر ورکړ چې د یخې هوا له امله په ټول افغانستان کې د یوې میاشتې په ترڅ کې څلویښت ماشومان وژل شوې دي.

په دغو وژل شویو کې د روغتیايي چارو د مسوولانو په وینا اکثر په هغو کمپونو کې وژل شوې دي چې د کابل په لمنو کې ودان شوې دي. دا هغه کسان دي چې له خپلو سیمو د جنګ جګړې له امله بې کوره شوې دي.
XS
SM
MD
LG