د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

ایساف د خپلو پوځیانو د زهرجنو خوړو پلټنه پیل کړې


په ننګرهار کې نړېوالو ځواکونو د خپلو پوځیانو د خوړو پلټنه پیل کړې ده، ویل کېږي چې هلته د بهرنیو ځواکونو خواړه په زهرو لړل شوې دي.


طالبانو د افغانستان په ختیځ کې د ایتلافي ځواکونو د خوړو د زهري کولو ادعاء وکړه.

طالبانو وروسته تردې دا خبره وکړه، چې ناټو په ننګرهار کې پر میوې او د څښاک په کافې کې د یو ډول سپینو موادو د موندلو لپاره تحقیقات پیل کړل.

د ایساف ویاند برید جنرال کارسټین جاکوبسن ازادۍ راډیو ته وویل:

« په دې سیمه کې زهرجن خواړه موندل شوې دي، زه دا خبره نه شم تاییدولی چې دا د یوې خاصې ډلې کار دی، په دې برخه کې نور معلومات نه لرو.

د دې پیښې تحقیقات روان دي، البته پر پوځیانو یې اغیز نه دی کړي.»

په ننګرهار کې هم ایساف وویل، چې پر پوځیانو دې زهرجنو خوړو اغیز نه دی کړی او پیښه تر تحقیق لاندې ده.

فرانسپرپس اژانس د طالبانو په وینا څرګندوي چې یوه افغان اشپز دا کار کړی دی.

تیره پنجشنبې هم په ننګرهار کې دوه امریکایي پوځیان یوه افغان ووژل.

د طالبانو په وینا دا پیښې د بګرام په هوایي ډګر کې د قران کریم او یو شمېر دیني کتابونو د سوځیدو په انتقام کې افغانانو ترسره کړې دي.

د ننګرهار د هوایي ډګر په قراول کې هم پرون سهار د موټر بم چاودنه وشوه چې یو ویشت تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله. د ننګرهار د حکومتي چارواکو په وینا په دې چاودنه کې نهه تنه ووژل شول او نور ټپیان شول، چې اکثر مرګ ژوبله ملکې خلکو ته اوښتې ده، خو طالبان وایي چې ګڼو بهرنیو پوځیانو ته یې په دې برید کې مرګ ژوبله اړولې ده. ایساف بیا د خپلو دریو پوځیانو د ټپي کېدو خبره تایید کړې ده.
XS
SM
MD
LG