د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

ويګمارک:بلوچستان کې پر بشرضد اعمالو اندېښمن یو


په پاکستان کې د اروپايي اتحاديې سفير لارسګونر ويګمارک په دوه ورځني سفر کوټې ته تللى، نوموړي هلته د خلکو له استازو او د سياسي ګوندونو له مشرانو سره ليدلي او يوې غونډې ته په وينا کې يې د بلوچستان پر بشر ضد اعمالو اندېښنه څرګنده کړې او په افغانستان کې د سولې په بهير کې يې د پاکستان رول مهم بللى.

پوښتنه:- ښاغلى لارسګونر په داسې حال کې چي د بلوچستان حالات ډېر بحراني دي، تاسې دلته راغلي ياست، که ستاسې د سفر هدف راته وواياست او د اروپايي اتحاديې د سفير په توګه د بلوچستان اوسنيو ناامنو حالاتو ته په څه نظر ګورئ؟

ځواب: بلې، تر هر څه مخکې به دا درته ووايم چي بلوچستان ته په راتګ ډېر خوشاله يم، زه پوهېږم د بلوچستان حالات ډېر ستونځمن لور ته روان دي، دا ايالت له ډېرو چلنجونو سره مخامخ دى، دلته امنيت تر ټولو غټه ستونځه ده، موږ دلته پر ګڼو بشري ضد اعمالو ډېر اندېښمن يو، وضعيت ډېر پېچلى دى او زه فکر کوم عادي حالات نه دي، اروپايي اتحاديه په دې پوهېږي چي بلوچستان ډېرې قوي زېرمې لري، دا ډېر غني ايالت دى، موږ په پام کې لرو دلته په کليوالو سيمو کې د ودې او پرمختګ په کارونو کې مرسته وکړو، دا ډېره مهمه سيمه ده، موږ به خصوصاً ځوانانو ته د کار زمينې برابرې کړو، همدا وجه ده چي دلته ځوانان د کار د نشتوالي له امله د حکومت په خلاف را پورته شوي دي، قانون يې په لاس کې اخيستى او له ترهګرو سره ملګري کېږي.

پوښتنه:- تاسې په بلوچستان کې د بشري ضد اعمالو يادونه وکړه، په تېرو ورځو کې د امريکا په کانګرس کې د خپلواک بلوچستان لپاره قراراداد وړاندې شو، آيا د اروپايي اتحاديې په پارلمان کې به هم پر دې قرارداد خبرې کېږي که څنګه؟

ځواب:- نه، زه داسې فکر نه کوم او نه په دې اړه مالومات لرم او دغه قرارداد چي يواځې د کانګرس يوۀ غړي وړاندې کړى وو، د هغه ملاتړ هم نه کوو، هغه پخپله د دې خبرې مسوول دى، په بلوچستان کې چي څه ډول حالات دي موږ ورباندې ژور نظر لرو، په دې برخه کې زه د بلوچستان له اعلى وزير، والي او قومي مشرانو سره هم وينم، خو په دې ډېر اندېښمن يو چي خلک د پيسو لپاره د وسلو په زور تښتول کېږي او لادرکه کېږي.

پوښتنه:- ښاغلى لارسګونر له تېرې څه مودې راهيسې په نړيوالو مطبوعاتو کې د امريکا او افغانستان له خوا په کوټه کې د وسلوالو طالبانو د لس کسيزې شورا د شتون خبرې کېږي، تاسې دلته د بلوچستان له سياسي مشرانو سره هم وليدل، آيا داسې څه ګنګوسې مو واورېدې که نه؟

ځواب:- زه خبر نه يم چي دلته د طالبانو شورا شته که نه شته، لس کاله وړاندې زه له درېوو پاکستاني او درېوو افغاني ملګرو سره د بولدک په لاره کوټې ته راتلم نو پر پوله هر څوک بې له کومې ستونځې او پوښتنې يوې بلې خواته اوښتل، نو دا ممکنه ده چي طالبان به هم د عامو خلکو په منځ کې يوې بلې خواته ازادانه اوړي.


پوښتنه:- تاسې په پاکستان کې د اروپايي اتحاديې سفير ياست، څه فکر کوئ پاکستان په افغانستان کې د دوامدارې سولې لپاره څومره مخلص دى؟

ځواب:- خو مهمه خبره دا ده چي د پاکستان صدراعظم څو ورځې وړاندې وويل دوى په افغانستان د امن او د سولې د بهير بشپړ ملاتړ کوي، پاکستان په دې برخه کې ډېر مهم رول لري او زه فکر کوم په دې برخه کې د ولسمشر کرزي، د پاکستان د ولسمشر زرداري او صدراعظم ګيلاني تر منځ څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې ډېره مثبته ناسته وه، موږ يې ملاتړ کوو،

پوښتنه:- تاسې پوهېږئ ترهګري نن سبا په ټوله سيمه کې ريښې غزولې دي، خصوصاً پاکستان او افغانستان ورڅخه متاثره دي، که دا راته وواياست چې اروپايي اتحاديه په سيمه کې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره څه کوي؟

ځواب:- موږ په تېر يونيم کال کې په پنجاب او خيبرپښتونخوا کې له امنيتي ادارو سره مرسته کړې چي دوى د ترهګرۍ د ځپلو لپاره مبارزه وکړي، په دې برخه کې مو دوى ته جنګي مهمات ورکړي، پوليسو او د نورو امنيتي ادارو کسانو ته مو روزنيز کورسونه جوړ کړي دي او همدغه کارونه موږ په بلوچستان کې هم کول غواړو، زه فکر کوم دلته ترهګري بېلابېل علتونه او هم بېلابېل ريښې لري، که دلته د خلکو د اقتصاد د پياوړتيا لپاره کار وشي، نو د ترهګرۍ ريښې به هم ووهل شي، ترهګري د سرطان د ناروغۍ غوندې دى او ريښې يې بايد له منځه يووړل شي، زه فکر کوم د يوولسم سپتمبر بريدونو ته پاکستانيان نه وو ورغلي او نه القاعده ډله په پاکستان کې جوړه شوې ده، په پاکستان کې خصوصاً په بلوچستان کې مذهبي او فرقه ييز تاوتريخوالى ډېر دى.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:55 0:00
مستقیم لېنک



مرکه:- بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG