د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

د عوامي نيشنل ګوند پر غونډې چاودنه وشوه


د خيبر پښتونخوا په نوښار ولسوالۍ کې د واکمن عوامي نیشنل ګوند د هغې غونډې پر ګډونوالو چې پر نورو مشرانو سربیره د دې صوبې اعلی وزیر امیر حیدر خان هوتي هم پکې ګډون درلود چاودنه وشوه.

ځايي امنيتي مقاماتو په دې چاودنه کې د دیرشو تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.

د خیبر پښتونخوا په ایالتي کابینه کې د عوامي نیشنل ګوند وزیر لیاقت شباب له چاودنې وروسته د پيښې په ځای کې خبريالانو ته وویل، چې د وروستیو معلوماتو له مخې د نوښار دوو روغتونونو ته شل تنه لیږدول شوي.

نوموړي د وژل شویو شمير پينځه او د ټپيانو شمير پينځلس تنه وښود، خو د نوښار ولسوال او د امنيتي چارو مسوول ایاز مندوخیل چې له سیمې نه دتلیفون پر لیکه له ازادي راډیو سره په خبرو کې دتلفاتو اصلي شمیر تردې زیات وښود :

( جلسه پای ته رسیدلې وه، اعلی وزیر په خپل هلیکوپتر کې له سیمې نه روان شوی و او پاتې خلک ډلې ډلې د جلسې له ځایه، چې کلک امنيتي تدابیر يې نیول شوي وو بهر راوتل. ناڅاپه د جلسې له ځایه په شاوخوا یو کلومترۍ کې د پولیسو امنيتي کمربند ته څیرمه په یوه موټر سایکل کې چاودنه وشوه)

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې، چې د عوامي نیشنل ګوند غړی او صوبايي وزیر لیاقت شباب د وژل شویو شمير پینځه تنه وښود وویل، دنوښار پوځي او ملکي روغتون ته د دوو تنو مړي لیږدول شوي خو امکان لري، چې درې تنه ځای پر ځای وژل شوي وي خو زیاته يې کړه، چې تر دې دمه يې یواځې د دوو تنو د وژنې راپور تر لاسه کړی.

نوموړي وویل، چاودنه د جلسي یا ولسي غونډې له ځايه په شاوخوا یو کلومترۍ کې په یوه موټر سايکل کې د ځای پر ځای شویو شاوخوا درېيو کلو چاودیدونکيو موادو له امله شوې، چې په خبره يې په قوي ګومان له لرې کنترولیده.

مندوخیل وايي، د جلسې له ختمیدو سره سم اعلی وزیر په خپل هلیکوپتر او نور ګوندي او حکومتي مشران په خپلو موټرو کې له سیمې څخه وخوځيدل، چې ناڅاپه د پولیسو امنيتي کمربند ته څيرمه په یوه ولاړ موټر سايکل کې چاودنه وشوه.

مندوخیل او همداشان د عوامي نیشنل ګوند مسوولینو ویلي، تر د دې ګوند د کوم مهم غړي دمرګ ژوبلې راپور نه دی ترلاسه شوی خو وايي، چې پر څو تنو پولیسو سربیره پاتې ټول د عوامي نیشنل ګوند غړي دي.

د تیرې پجنشنبې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې دا درېيمه بمي چاودنه ده.

د پنجشنبې په ورځ پيښور ښار ته څيرمه په کوهات بس اډه کې په یوه موټر کې چاودنه وشوه، چې څلويښتو تنوته يې مرګ ژوبله واړوله.

په سبايې یعنې د جمعې په ورځ د پيښور ښار په مرکزي برخه چوک یادګار ته نژدې د پولیسو پر یوه تاڼه ځانمرګيو برید کوونکیو حمله وکړه او د یوه افسر په ګډون نهو پولیسو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

نوښار د پيښور ختیځ لورته د پيښور – اسلام اباد ترمځ پرته هغه ولسوالي ده، چې ددې هیواد د پوځ ګڼ شمير مهم مراکز پکې موقعیت لري.

په خیبر پښتونخوا کې تر یو څه نصبي کرارۍ وروسته یوارې بیا د چاودنو لړۍ پيل شوې، چې له امله يې خلک له سختې ویرې سره مخ کړي.

که څه هم په تیرو وختونو کې تر ډيره پاکستاني طالبانو ددې ډول پيښو او چاودنو مسوولیت منلی خو د وروستیو راپورونو له مخې د نننۍ چاودنې په باب لا دې ډلې څه ندي ویلي.
XS
SM
MD
LG