د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

ملي امنیت څلور تنه دولتي کارکوونکي د جاسوسۍ په تور نیولي


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، ښکاره اسناد په لاس کې لري چې دغو څلورو کسانو د افغانستان ځینې پټ اسناد د سیمې د ځینو هېوادونو له استخباراتو سره شریکول.

د ملي امنیت د ریاست ویاند لطف الله مشعل د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په نیول شوېو کسانو کې یو د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکی او درې نور یې د نورو محلي ادارو کارکوونکي دي.

ښاغلي مشعل د نیول شویو کسانو د هویت په اړه معلومات ورنه کړل او دایې هم څرګنده نه کړه چې دغو کسانو څه ډول اسناد د سیمې هیوادونو له استخباراتو سره شریکول:

(د ملي امنیت ریاست ۴تنه افغانان چې یو يي د بهرنیو چارو په وزارت کې ټیټ رتبه مامور دی او درې نور يي په نورو اداراتو کې کار کوي د سیمي استخباراتو ته د جاسوسی په تور نیولي دي.)

خو په ملي امنیت کې یو بلې معتبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادۍ راډیو ته وویل، چې نیول شوو کسانو د ایران او پاکستان استخباراتو ته د هېواد محرم اسناد ورکول.

د ملي امنیت ویاند وویل، چې له نیول شوېو کسانو څخه دا مهال څیړنې روانې دي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت هم مني، چې د دوي یو ټیټ پوړی مامور د ملي امنیت ادارې د پوښتنو او ګرویږنو لپاره ورغوښتی دی.


د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ډاکتر فرامرز تمنا ازادۍ راډیو ته په دې اړه وویل:

(وګورﺉ بحث دومره پیچلی او لوی نه ده لکه په رسنیو کې چې راغلی. د بهرنیو چارو وزارت یو عادي کارکوونکی د ملي امنیت ادارې د پوښتنو او په دې برخه کې د غلط فهمۍ د لرې کولو لپاره ورغوښتی. موضوع همدومره ده.)

ښاغلي تمنا د نیول شوي کس د هویت په اړه معلومات ورنه کړل.

خو ځینې راپورونه وایي چې د بهرنیو چارو وزارت نیول شوی کس ټیټ پوړی مامورنه بلکه د دغه وزارت یو لوړپوړی کارکوونکی دی.

تراوسه معلومه نه ده چې درې نورو کسانو له کومو حکومتی ادارو سره کار کاوه.

کارپوهان وایي د سیمې هیوادونو استخباراتو ته د جاسوس په توګه د څلورو حکومتي کسانو نیول دا ښیي چې د افغانستان په ادارو کې د سیمې د هیوادونو په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان جاسوسان نفوذ لري.

کارپوهان وایي که افغان حکومت دې ستونزې ته جدي پاملرنه ونه کړي په حکومتي ادارو کې به د سیمې هیوادونو د جاسوسانو نفوذ ورځ تربلې زیات او د افغانستان د اوسني نظام ریښې به له منځه یوسي.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG