د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

په کندهار کې وسله والو له جګړې لاس واخيست

د افغانستان په کندهار ولايت کې د وسله والو طالبانو يوې لس کسيزې ډلې وسلې پر ځمکه ايښې دي او له جګړې څخه يې لاس اخيستى دى. د دغې ډلې قومندان وايي چې له دولت سره د هېواد پالنې او افغانيت په اساس يو ځاى شوي دي . د وسله والو طالبانو لس کسيزه ډله چې مشري يې د ملا زين الله په نامه د طالبانو جنګي قومندان کوله په کندهار کې له دولت سره يو ځاى شوه او وسلې يې دولتي چارواکو ته وسپارلې . د کندهار د سولې د ولايتي شورا غړي وايي ملا زين الله اخوند چې په ګل کاکا مشهوره دى له تېرو څو کالو را په دې خوا يې د کندهار په پنجوايي او ژړۍ ولسوالۍ کې د دولت پر ضد فعاليتونه کول.

XS
SM
MD
LG