واشنګټن پوسټ او سنډې ټیلګراف ورځپاڼو د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې د دوو امریکايي سلاکارانو په وژل کېدو او د دې هېواد له ادارو څخه د بهرنیو سلاکارانو د ایستلو په مسلې لیکنې خپرې کړې دي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، چې د ناټو قومندانانو د شنبې په ورځ د افغانستان له وزارتونو څخه د ناټو ټول کارکونکې او سلاکاران ورغوښتې دي.
ورځپاڼې دا د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د دوو امریکايي سرتیرو د وژل کېدو په وړاندې یو قاطع غبرګون ښودلی دی.
واشنګټن پوسټ وايي، پخوا به داسې پېښو له پېښدا وروسته پوځي سلاکارانو ته ویل کیدل چې په احتیاط چلند وکړي، خو اوس د جنرال الن له پریکړې ښکاري چې بهرني مشاوران د افغانستان له وزارتونو څخه له دې ویرې ورغوښتل شوې چې ځینې هغه افغانان پرې برید ونه کړي چې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو په یونېفورم کې دي.
ورځپاڼه وايي، په کابل کې لویدیځو پوځي سلاکارانو ته په دې اونۍ کې د احتمالي خطرونو په اړه خبرداری ورکړل شوی او ورته ویل شوي څو چې ډیره زیاته اړتیا نه وي خپلو دندو ته دې نه ورځي.
واشنګټن پوسټ زیاتوي: که څه هم په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د عمومي قومندان جنرال الن وروستۍ پریکړه تر ډیره پر هغو پوځي سلاکارانو اغیز کړی چې په کابل کې د افغان ادارو سره د حکومت د پوځي پالیسو د جوړولو په برخه کې کار کوي، خو سره له دې یې هم له کابل څخه لرې د هغو بهرینو سرتیرو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ اړیکې سړې کړې چې اوږه پر اوږه پوځي عملیات کوي.
ورځپاڼه وايي، د افغانستان په ختیځ کې امریکايي قومندانانو د افغان سرتیرو سره په یوه ګډه پوځي اډه کې خپلو سرتیرو ته ویلي ترڅو چې په افغانستان کې وروستي راپورته شوی تاوتریخوالی کم شوی نه وي نو د خپلو افغان ملګرو دې ځان لرې ساتي.
ورځپاڼه د یو امریکايي افسر له خولې وايي، زموږ د ماموریت اړتیا دا ده چې د افغان سرتیرو سره یوځای و اوسو او ګډه همکاري ولرو خو په دې وروستیو ورځو کې موږ د یوبل ترڅنګ نه وو.
سنډې تیلګراف:
د سنډې تیلګراف ورځپاڼې هم لیکلي چې د شنبې په ورځ په کابل کې د دوو امریکايي سلاکارانو له وژل کېدو وروسته د دې هېواد له وزارتونو څخه بریتانوي مامورین ایستل شوې دي.
د ورځپاڼې په وینا په کابل کې د بریتانیا سفارت په کورنیو چارو وزارت کې د دوو امریکايي سرتیرو له وژل کیدو وروسته د افغانستان له حکومتي ادارو څخه خپل ټول ملکې او پوځي سلاکاران ورغوښتي دي.
دا ورځپاڼه وايي، بهرني پوځي سلاکاران د افغان امنیتي ځواکونو سره نژدې کاري اړیکې لري او دا دوي دنده ده چې افغان امنیتي ځواکونه چمتو کړي څو تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې د خپل هېواد د امنیتي چارو مسولیت پر خپله غاړه واخلي.