د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

"امریکا دې د لویې جرګې پرېکړو ته درناوی وکړي"


افغان حکومت په داسې حال کې له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په هکله د خبرو اترو د دوام په هکله خبرې کوي؛ چې لا هم د دې سند د لاسلیک کولو په وړاندې ځینې خنډونه موجود دي.

ولسمشر حامد کرزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، هر هکله، چې امریکا د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او د دوی شرایط یې ومني، نو دوی به دا سند لاسلیک کړي.

″موږ هیله مند یو، چې امریکا د افغانستان د دودیزې لویې جرګې شرایط ومني، چې په هغو شرایطو کې ډير مهم د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوې دی، او په هغو کې دوه خبرې ډيرې مهمې دي یو دا چې هیڅ بهرنی حق نه لري، چې یو افغان زنداني کړي او نه هم دا حق لري، چې په افغانستان کې د کوم زندان مسوولیت ولري.

په دې هکله له امریکا سره زموږ خبرې روانې دي. دوهم د افغانانو په کورونو د شپې له خوا د عملیاتو بندول او ملکي مرګ ژوبله ده، چې افغانستان په دې هکله روښانه دریځ لري.″

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې دا دوه مسالې خورا مهمې وبللې او ویې ویل، چې په نورو مسایلو کې ممکن افغانستان له نرمۍ کار واخلي.

که څه هم تراوسه دا نه ده معلومه، چې د دغو دواړو مواردو په اړه د امریکا په دریځ کې کوم نرمښت راغلې او که، خو افغان حکومت بیا په دې برخه کې له امریکا سره خبرې مثبتې بولي.

شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي وویل چې په خبرو کې کافي پرمختګ شوې او ډیر ژر به دا خبرې نهایی شي.

خو د سیاسي چارو کارپوه عبدالکبیر رنجبر بیا ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوې کول مهمه خبر ده خو د هغه په وینا دا به له امریکا سره په ستراتيژیک تړون کومه ناوړه اغیز ونه وکړي.

″ ملي حاکمیت ته اعتنا کول او هغه په پام کې نیول، خو یو اساسي شرط دی، فکر نه کوم، چې د ستراتیژیک تړون لاسلیک کول د افغانستان ملي حاکمیت ته کوم تاوان ورسوي او زه فکر کوم، چې په هغه تر امریکا د افغانستان ګټې ډيرې مطرح دي او بل د شپې عملیات او افغانانو ته د بګرام زندان د مسوولیت سپارل د شپې له خوا عملیات خو ډير اغیزمن او ښه دي او دا بیخي بیله موضوع ده.″

له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په سر د اختلاف یو اساسي ټکې ددغه تړون حقوقي ارزښت وو، افغان حکومت یی د یو تړون په چوکاټ کې غواړي، خو امریکا یی بیا د یوې اعلامیی په چوکاټ کې.

د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون په سر دا خبرې پداسې حال کې روانې دي، چې همدا اوس افغانستان له هند، فرانسې، بریتانیی، اټالیی سره ورته تړونونه لاسلیک کړي او په پام کې ده، چې د اسټرلیا په ګډون له ځینو نورو هیوادونو سره هم وشي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG