د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

″نړېوال سلاکاران دې له لنډې مودې ورسته خپلو دندو ته حاضر شي″


د افغانستان د جمهوری ریاست د چارو اداره اندیښنه ښیې او وایي، که چیرې بهرني سلاکاران د اوږدې مودې لپاره خپلې دندې د تعلیق په حال کې پریږدي، نو بدې پایلې به ولري.

د چارو د ادارې د مطبوعاتو د څانګې مسوول عباس ارمان د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې په اوس حال کې د بهرنیو سلاکارانو موجودیت ته ډیره اړتیا ده او دغه سلاکاران د وزارتونو لپاره د لویو پروژو په تمویل کې ډیره مرسته کوي.

ښاغلی ارمان وایي، چې دوی له بهرنیو سلاکارانو غواړي، څو ژر بیرته خپل کار ته دوام ورکړي.

″د اوږدی مودی لپاره د بهرنیو سلاکارانو یا کار کوونکو وتل به دافغانستان لپاره ډیرې بدې پایلی ولري، له یوې خوا دوی تخنیکي مرستې کوي او له بلې خوا د لویو پروژو لپاره دوی مرستې را جلبوي او دا پروژې مخ ته وړي، چې زموږ وزارتونه د بهرنیو مرستو لپاره ډیره اړتیا لري.″

د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان د افغانستان له وزارتونو څخه د بهرنیو سلاکارانو د ایستلو او د نامعلومې مودې لپاره د دوی د دندو د تعلیق امر وروسته له هغې وکړ، چې د شنبې په ورځ د کورنیو چارو په وزارت کې دوه امریکایي سلاکاران ووژل شول.

که څه هم تر اوسه د دې وژنې علت نه دی روښانه شوي، خو وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې دغه امریکایي سلاکاران د دوی د یو ملګري له خوا قران کریم ته د سپکاوي په خاطر وژل شوی.

که څه هم تر اوسه روښانه ده، چې د بهرنیو سلاکارانو دندې د څومره وخت لپاره ځنډول شوي، خو د سیاسي چارو کتونکي وایي، چې بهرني سلاکاران افغانستان ته د دولتونو تر منځ د شوي تړون له مخې راغلي اونشي کولای د تل لپاره خپله همکاري غوڅه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه استاد اسحاق اتمر وایي، چې نړیواله ټولنه د افغانستان پر وړاندې ژمنه ده او نشي کولای د یوې پیښې له امله خپل د ملکي او پوځي برخې کار کوونکي وباسي.

ښاغلی اتمر وایي، افغانستان یو جنګ ځپلۍ هیواد دی او نړیوال پر دې پوهیږي، چې په دې هیواد کې د سیمې د استخباراتو کړۍ ډیرې فعالی دي او د دې ډول پیښو را منځ ته کېدل له منطق نه لیرې نه ده.

″دغه مشاورین چې دلته راغلي، داسې نه دي، چې د تل لپاره به له افغانستان څخه وځي، زما په اند دوی به له یوې لنډی مودې وروسته بیرته خپلې دندې ته راشي، دا ځکه چې نړیوال د افغانستان د پرمختیا لپاره اوس او په راتلونکو کلونو کې ژمن دي او خپله مشاورین هم نشي کولای خپله دنده پریږدي، ځکه دا د دولتونو تر منځ د تړونونو له مخې راغلي دي.″

د ځینو اټکلونو له مخې اوسمهال په افغانستان کې پنځه زره بهرني سلاکاران کار کوي، چې په بیلابیلو وزارتونو کې فعالیت کوي.

په ځینو رپورټونو کې دا هم ویل شوي، چې دا بهرني سلاکاران زیات امتیازات هم ترلاسه کوي او د یو اټکل له مخې په تیرو لسو کلونو کې یی څه باندې اته میلیارډه ډالره تنخواګانې اخستې دي.

راپور: ذکيه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG