د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

دوه تنه امریکایان په کورنیو چارو وزارت کې په ډزو وویشتل شول


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د هغې پیښې په اړه یې جدي څیړنې پیل کړې، چې په کې د دغه وزارت په انګړ کې دوه بهرني همکاران یې په ډزو سره وژل شوي.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې یوه خپرپاڼه کې دا وژل شوي کسان د دې وزارت نړیوال همکاران بلل شوي، خو د دوی د هویت او دا، چې ولې وژل شوي څه نه دي ویل شوي.

خو د ځینو منابعو د معلوماتو له مخې دا دواړه بهرنیان امریکایان وو، چې یو یې ډګروال او بل یې جګړن و او د سلاکارانو په توګه یې کار کاوه.

د ایساف ځواکونو ویاند جنرال کارسټین جکوبسن، چې د پیښې د څرنګوالي په اړه یې ډېر جزیات ورنه کړل، خو دومره یې وویل، چې دوی د پیښې په اړه د معلوماتو د راټولو په حال کې دي.

لومړني رپورټونه ښیي، چې یو کس په نړیوالو ځواکونو خپل ټوپک اړولې او دوه بهرني سرتیري یې نن په کابل ښار کې وژلې دي. دا د ایساف پالیسي ده، چې د وژل شویو کسانو د هویت په اړه معلومات د دوی خپل هیواد ته راجع کوي.

له بل لوري دا هم نه ده څرګنده، چې حمله کوونکی څوک و او له څه ډول برخلیک سره مخ شوې دې، خو د کورنیو چارو وزارت په انګړ د دې پیښې رامنځ ته کیدو ته په اشارې ویل کیږي، چې دا به د کوم پولیس کار وي.

دا کسان په داسې حال کې وژل کیږي، چې له تیرو پنځو ورځو راهیسې کلام پاک ته د سپکاوي په اعتراض کې د افغانستان بیلابیل ښارونه د خلکو د مظاهرو، چې تر ډیره په تاوتریخوالي هم اوښتي شاهد وو.

له دې دوو کسانو سره د هغو امریکایانو شمیر څلورو ته رسیږي، چې د روانو اعتراضونو له پیل نه په افغانستان کې وژل شوي.

تر دې مخکې د ننګرهار په خوګیاڼۍ ولسوالۍ کې هم د مظاهرو په مهال، چې په تاوتریخوالي بدل شوي وو، دوه امریکایان وژل شوي وو.

خو د اسوشیېټډ پریس خبري اژانس د یو افغان چارواکي په حواله، چې نوم یی ندي څرګند شوې خبر ورکړې، چې دا کسان د یو بل بهرني لخوا وژل شوي.

له بل لوري دا لومړې ځل دې، چې د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې، چې تل پکې سخت امنیتي تدابیر موجود وي یوه داسې پیښه رامنځ ته کیږي.

کتونکي د کورنیو چارو په وزارت کې دداسې پیښې رامنځ ته کیدل حیران وونکې بولي او وایی، چې دا به یو ځلې بیا د پولیسو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ په اړه اندیښنې زیاتې کړي.

راپور: حمید مهمند

پخواني معلومات:

راپورونه وايي، چې نن مازدیګر دوه تنه امریکايي مشاورین د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې دننه په ډزو ویشتل شوي.

لاتراوسه دا معلومه نه ده، چې ډزې د چا له خوا او ولې شوي دي.

په دې اړه نور معلومات به وروسته د ازادي راډیو له لارې ولاړندې شي.
XS
SM
MD
LG