د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو د پراخې ونډې لپاره هڅې


په افغانستان کې له انتخاباتو څخه د ملاتړ موسسه وایي، چې د جمهوري ریاست او ملي شورا په وروستیو انتخاباتو کې د ښځو ونډه کمه وه او دوی هلې ځلې پیل کړي، څو په راتلونکو انتخاباتو کې د ښځو د پراخې ونډی زمینه مساعده کړي.

د دی موسسې مشر ضیا اریا د شنبی په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې په افغانستان کې په تیرو انتخاباتو کې ډیرو ښځو د امنیتي ستونزو او د کورنیو له خوا د وضع شویو محدودیتونو له کبله په پراخه کچه ګډون ونه کړ.

ښاغلی اریا وایي، چې دوی هڅه کوي، افغان میرمنې د ولسمشرۍ او ملي شورا په راتلونکو انتخاباتو کې د رایو د کارولو لپاره وهڅوي او په دې انتخاباتو کې د ښځو د رایو د اهمیت په اړه ورته معلومات ورکړي.

″موږ باید د دې لپاره څو کارونه وکړو، یو خو باید له هر طریق نه چې وشي، د ښځو کار کوونکو تعداد په انتخاباتي ادارو کې زیات کړو، بل کار به دا وي، چې موږ ښځو ته د عامه پوهاوي پروژی پلې کړو.

موږ به د ښځو د موسسو له طریقه، د ښځو او نارینه وو لپاره د عامه پوهاوی پروژو په کلیو او بانډو کې پلی کوو، د ملا صاحبانو او د قومي مشرانو خبرو ته خلک ډیر غوږ ایږدي، نو موږ به خامخا هغوی هم په خپلو پروګرامونو کې شریکوو.″

د انتخاباتو د ملاتړ موسسه چې د دوه زره دولسم میلادی کال په جنوري میاشت کې جوړه شوې، یوه غیرې دولتی موسسه ده، چې د مسوولینو په وینا د انتخاباتو د ښه والی او اصلاح لپآره جوړه شوې.

افغان میرمنې که څه هم د انتخاباتو په بهیر کې د ښځو د ونډې د پراخو لپاره روانې هڅې ستایي، خو وایي، افغان میرمنې، چې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، ټولې یې له خپلو حقونو برخمنې نه دي.

دوی وایي، که چیرې د افغان میرمنو د لاس نیوی لپاره دا ډول ادارې جوړې شي، نو دوی به وکولای شي، چې په انتخاباتو کې خپله رایه وکاروي او یا هم ځان کاندید کړي.

″ښځه کولای شي، چې په ټولنه کې سهم واخلي، په دې خاطر چې ښځه هم حق لري او هغه هم مساوي حق چې باید رایه ورکړي، خپل ولسمشر او د پارلمان وکیل وټاکي، هغه څوک وپیژني او رایه ورکړي، څوک چې وطن ته ډیر خدمت کولای شي.

په اوسنۍ ټولنه کې خو ډیرې ستونزې دي، په دې خاطر چې ځینې کورني تاوتریخوالي دي، چې په کورنۍ کې ښځې ته اجازه نه ورکوي او دا عیب ګني چې هغوی په ټولنه کې ښکاره شي.″

۲- هره ښځه چې غواړي زما لاس نیوی ته اړتیا ولري او ځان کاندید کړي، زه اماده یم چې رایه ورکړم.″

په افغانستان کې وروستني انتخابات د ولسي جرګې وو، چې په ۱۳۸۹ کال کې تر سره شول، په دغه انتخاباتو کې۲۵۵۶ نوماندانو له ۳۴ ولایتونو څخه د ولسې جرګې ۲۴۹ څوکېو ته ځانونه نومولي وو.

د دې انتخاباتو پر مهال په یوشمېر ولایتونو کې د رای ورکولو په مرکزونو بریدونه وشول او خلک یې اندیښمن کړل، چې په دې انتخاباتو کې په پراخه کچه ونډه وانخلي.

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې شپیتو ښځو ولسي جرګې ته لار ومنده او رسمي شمېرو له مخې په دې انتخاباتو کې له پنځه دېرش څخه تر څلویښتو سلنه ښځو خپلې رایې اچولې وي.

راپور: ذکيه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG