د پاکستان صدراعظم له وسلوالو افغان طالبانو، حزب اسلامي او نورو ډلو څخه غوښتنه کړې چي د افغانستان د سولې په ملي پروسه او د امنيت د تامين په هڅو کې دي شامل شي. دا لومړى ځل دى چي د پاکستان يو اعلى مقام په افغانستان کې د بهرنيو او افغان ځواکونو په ضد له جنګېدونکيو وسلوالو خبرو اترو ته د حاضرېدو غوښتنه کوي.
د پاکستان د دولتي خبري اژانس اسوشيټيډ پريس له مخې ګيلاني دا څرګندونې د جمعې کړې دي
د پاکستان د صدراعظم يوسف رضا ګيلاني له دفتره په خپره شوې يوه اعلاميه کې صدراعظم ګيلاني ويلي چي د افغانستان په تاريخ کې د يوۀ نوي باب د پرانيستلو وخت را رسېدلى دى او اوس د دې نوبت راغلى چي په افغانستان کې د سولې د تامين او خوشالۍ لپاره زموږ د مقدس مذهب له ريښتيني روح او د افغانانو له غوره دودونو سره سم د افغان ولس توان بايد را يو ځاى کړل شي.
په اعلاميه کې ښاغلي ګيلاني ويلي، زه د طالب مشرانو او حزب اسلامي په شمول له ټولو وسلوالو ډلو غوښتنه کوم چي هغوى بايد د ملي روغې جوړې او سولې په خاطر په بين الافغاني عمل کې ګډون وکړي. ګيلاني وايي زه د زړه له اخلاصه دا هيله لرم چي د طالبانو مشران، حزب اسلامي او د افغانستان نور ټول سياسي مشران زما غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي او په افغانستان کې به د ملي روغې جوړې په بهير کې په مستقيم ډول برخه واخلي.
د صدراعظم له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د سفر پر مهال له پاکستانه غوښتنه کړې وه چي په افغانستان کې د سولې د بهير ملاتړ دي وکړي. ګيلاني ويلي دا يوه مهمه غوښتنه ده او پاکستان په دې مکلف دى چي د افغانستان د ولسمشر دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.
په اعلاميه کې راغلي چي پاکستان تل پر دې خبره ټينګار کړى چي په افغانستان کې روانه جګړه د وسلې په زور نه شي ختمېداى، بلکې د داسې ملي روغې جوړې په وسيله ورته حللاره پيدا کېداى شي چي له هر ډول قومي او ژبني توپير پرته ټول افغانان پکې برخه ولري.
ګيلاني ويلي چي پاکستان ته د سولې هغه سوچه، ريښتينې او د باور وړ پروسه د اعتبار وړ ده او ملاتړ يې کوي چي مشري يې پخپله افغانان وکړي او د داسې پروسې د برياليتوب لپاره دوى تر خپله وسه هر ډول مرستې ته تيار دي
صدراعظم ګيلاني خوښي څرګنده کړې، وايي زه ډېر خوشاله يم چي په دې څو کلونو کې مو اوس له افغانستان سره اړيکو، په هره کچه مثبت پرمختګ کړى دى
د يادونې وړ ده چي تېره اوونۍ پاکستان ته تر درې ورځني سفر وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي د تېرې سه شنبې په ورځ د پاکستان له صدراعظم ګيلاني سره په ټليفون هم خبرې کړې او ورڅخه غوښتي يې وو چي پاکستان بايد په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې خپل رول ولوبوي او له وسلوالو طالبانو سره په خبرو اترو کې مرسته وکړي.