د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

امریکايي ځواکونه دې د غچ اخیستو پرځای خپل ماموریت ته پام وکړي


په افغانستان کې د د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الین.
په افغانستان کې د د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الین.
د امریکا د دفاع وزارت یو لوړ پوړي چارواکي په افغانستان کې د قران پاک د نسخو د سوځولو له کبله له ټولو مسلمانانو څخه بخښنه غوښتې ده.

د اسیا او اسیا پسیفیک په امنیتي چارو کې د امریکا د دفاع د وزارت سرپرست مرستیال پیټرلاوې د واشنګټن په یو جومات کې خلکو ته وویل؛ چې قران شریف ته د شوي بې احترامۍ مساله تر څېړنې لاندې ده.

د نوموړي په وینا له دې وروسته به یو ځل بیا ټولو سرتیرو ته روزنه ورکړل شي، چې له مذهبي مسالو سره باید څنګه چلن وشي.

په عین حال کې د امریکا د دفاع د وزارت مطبوعاتي مسوول جورج لیټل ویلي، دې مسالې نه یوازې افغانان بلکې د ټولې نړۍ مسلمانان اندېښمن کړي دي.

نوموړي ویلي دي، پینټاګون د امریکا له ټولو مسلمانانو غواړي، چې د دوی معذرت دې ومني.

به بلې خوا د جمعې په ورځ هم د افغانستان په ځینو سیمو کې د امریکايي ځواکونو له خوا د قران پاک د نسخو پر سوځولو اعتراضي مظاهرې وشوې چې د جمعې له لمانځه وروسته یې زور واخیست، د ورځې په پای کې په مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمیر نهه تنه اعلان شو.

تر د مخکې د پنجشنبې په ورځ اعتراضونه د دې سبب شول، چې یو افغان سرتیري په ننګرهار کې پر امریکايي سرتیرو ډزې وکړې او دوه تنه امریکایان یې ووژل.

په دې پېښې پسې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الین بهرنیو سرتیرو ته وویل، چې د اعتراضونو په وړاندې دې له حوصلې څخه کار واخلي. د نوموړي په وینا اوس له افغانانو څخه د غچ اخیستلو وخت نه دی.

نوموړې د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل، داسې شیبې راځي خو امریکايي ځواکونه باید د غچ اخیستلو پرځای خپل ماموریت ته پام وکړي او خپل د نظم او ډیسپلین اوصل وساتي.

د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز شیر محمد کریمي چې له جنرال الین سره یې د امریکايي ځواکونو اډې ته سفر کړی و؛ امریکايي سرتیرو ته وویل، چې د دوی قربانۍ به بې ځایه نه ځي.

د کریمي په وینا افغانان او امریکایان په ګډه د داسې یو دښمن سره په مبارزه بوخت چې د بشریت ضد دي.

ویل کېږي، چې په تیرو څلورو ورځو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د مظاهرو او له تاوتریخوالې ډکو اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو شمیر شپږ ویشت تنو ته رسیدلی دی.

په زیاتو ښارونو کې مظاهرې لومړۍ سوله ییزې پیل شوې، خو وروسته په تاوتریخوالې بدلې شوې.

د جمعې په ورځ د افغانستان د جوماتونو یو شمېر خطیبانو او ملا امامانو له خلکو وغوښتل، چې مظاهرې د هرچا حق دی خو په مظاهرې کې ملي او شخصي شتمنیو او انسانانو ته زیان رسول یو غیرې اسلامي عمل دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د امریکايي سرتیرو له خوا د قران پاک د نسخو د سوځولو له کبله د افغانستان له ټولو خلکو او حکومت څخه بخښنه غوښتي او ویلي یې دي؛ چې دا نسخې په قصدي توګه نه دي سوځول شوي.

بارک اوباما افغانانو ته ډاډ ورکړی، چې راتلونکي کې به دا ډول پېښې نه تکراریږي او دوی د دې مسالې په اړه څیړنې کوي.
XS
SM
MD
LG