د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

لویه څارنوالۍ:سناتوره فوزیه سادات له تښتوونکو سره اړیکي لري


د لویې څارنوالې مرستیال رحمت الله نظري
د لویې څارنوالې مرستیال رحمت الله نظري
د افغانستان لویه څارنوالې وایي، چې که د مشرانو جرګې په غړې فوزیې سادات لګول شوي تورونه سم ثابت شي نو له هغې سره به قانوني چلند وکړي.

د لویې څارنوالې مرستیال رحمت الله نظري د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې مشرانو جرګې ته یي یو مکتوب لیږلې چې د هغه له تصویبیدو نه وروسته به د فوزیې سادات په هکله پریکړه وکړي.

ښاغلي نظري وایي، چې د فوزیې سادات ورور هم د سړي تښتوونکو په تور څه موده مخکې د کابل د پولیسو له خوا ونیول شو.

(دا هم له دغه ګروپ سره اړیکې لري، د سې شنبې په ورځ د تحقیق لپاره راوغوښتل شوه، څارنوالۍ امنیت ملي ته ولیږل شوه او تحقیق ترې وشو، خو د ورور په هکله یې مکمل اسناد او شواهد موجود دي او باالفعله ګرفتاره شوی هم ده، څو موده مخکې کیدای شي پنځلس یا شل ورځې مخکې د سړي تښتوونکو یوه څلور کسیزه ډله د کابل د امنیې قوماندانۍ جنایي ریاست له خوا ونیول شوه، چې په هغې کې یو کس چې صمد نومیږي او د فوزیه سادات ورور ده او دا ددې بانډ سرګروپ هم ده).

خو بل خوا بیا د مشرانو جرګې غړې فوزیه سادات په دې باندې ټول لګول شوي تورونه ردوي او بې بنسټه یې بولي، هغه د دې په ورور باندې لګول شوي تورونه هم ردوي:

(دا واضح خبره ده دا د وطن دښمنان دي دا د نظام خلک نه پریږدي چې چیرته د نظام خلک ویني څوک په یو او څوک په بل نوم تورنوي، چې زه به هیڅکله د دوي له دا ډول خبرو او فشار نه ونه ډاره شم، جرم یو شخصي عمل ده او دا په چا پورې اړه نه لري، ورور، خور، مور پلار هر څوک چې وي نو جرم شخصي عمل ده او دا چې په هغه تور لګیدلی هغه به هم محکمه ثابتوي له محکمې نه مخکې هیڅوک نشي کولای چې یو شخص په جرم محکوم کړي او اصلاّ زه د هغه په هکله هم دا خبر ردوم.)

سره له دې چې د هېواد لویه څارنوالۍ وایي، چې په فوزېې سادات باندې د لګول شوي تور په هکله یې مشرانو جرګې ته یو مکتوب استولی څو یې تصویب کړي خو د دغې جرګې دوهم مرستیال رفیع الله ګل افغان بیا وایي چې دوی ته د مشرانو جرګې له خوا کوم مکتوب نه دی راغلي:

(موږ د څارنوالۍ خبره ردوو، موږ ته په دې هکله نه کوم مکتوب راغلی او نه هم له مکتوب نه خبر یو، موږ اصلاً له دغې قضیې نه خبر نه یو، کله چې له مکتوب نه خبر ونه اوسو او سناتور هم بر حاله په خپل کور کې وي، مونږ هیڅ له دغو موضوعاتو نه خبر نه یو چې څه شوي او څه کیږي).

د افغانستان د اساسي قانون د یو سلو دویمې مادې له مخې کله چې د ملي شورا په غړیو د کوم جرم تور ولږیږي نو باید لومړی د ملي شورا د دواړو جرګو له خوا تصویب شي.

د رپوټونو له مخې یو شمیر لوړ پوړي دولتي چارواکي او د ملي شورا ځینې غړي له خپلې چوکۍ او مقام نه غلطه استفاده کوي چې دې کار بیا ګڼ شمیر ستونزې پیدا کړي دي.

دا پداسې حال کې ده چې یو شمیر افغان کارپوهان بیا د دولتي چارواکو له چوکۍ نه په ناوړه استفادې انتقاد کوي او دا کار د افغانستان د ادارې کمزوري او بې کفایتي بولي.
XS
SM
MD
LG