د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

راډیویي څپې ولې د هرتز په نامه یادیږي؟


هنریش ردودلف هرتز د اتلس سوه اوه پنځوسم میلادي کال د فبروري په دوه ویشتمه د جرمني د هامبورګ په ښار کې زیږیدلی وو،پلار یې لیکوال او سناتور وو.

رودولف چې د بهرنیو ژبو د زده کړې سخت استعداد یې درلود چې کله زلمې شو نو د برلین په پوهنتون کې یې زده کړي پیل کړي.

هلته ډیر ښه وځلیده، انګریزي، عربي او سانسګرت ژبې یې زده کړې.

وروسته یې د ساینس او ساختماني انجنیرې په برخه کې د درسدن، مونشن او برلین په پوهنتونو کې زده کړې وکړې.

هغه په اتلس سوه اتیایم میلادي کال کې خپله دوکتورا واخیسته او په همدې کال د کېل په پوهنتون کې د نظري فزیک د پروفیسر د مرستیال په توګه یي کار پیل کړ.

بیا یې په اتلس سوه پینځه اتیایم کال کې د کالسروهه په پوهنتون کې استادي کوله او په همدې ځای کې یي د الکترو مقناطیس امواج کشف کړل.

که څه هم چې د راډیو او بریښنا اختراع د نولسمې پیړې وروستیو کې شوې، خو په اتلس سوه اوه شپیتم میلادې کال کې دوه لویو ساینس پوهانو د الکترو مقناطیس امواجو د شته والی په اړه مخ وینه کړې وه.

هنریش رودلف هرتز د دې څیړنو پسې شو او دا یې موندل چې الکترو مقناطیسي څپې یا امواج د نور یا رڼا په چټکې په فضا کې خپریږي.

هنریش رودلف هرتز د لومړې ځل لپاره دا ډول څپې په خپل لابراتوار کې رامنځ ته کړې چې بیا وروسته د راډیویې موجونو یا څپو په نوم یادې شوې، لکه اوس چې له ازادۍ راډیو اوري یا بلې راډیو څخه چې په دومره یا دومره کېلو هرتزو خپرونې کوي.

هرتز په دې اند وو، چې د یوې حساسې دستګاه په جوړولو کېدای شي، چې دا څپې ثبت شي. هغه ویل د هوا مالیکولونه لکه د اوبو په شان له یو سره له تړلې دي.

هماغه شان چې اوبو ته د یوې تیږې له ویشتلو سره څپې یو ګډ او د تشخیص وړ مرکز پیدا کوي په فضا کې د غږ له تولید سره هم الکترو مقناطیس موجونه جوړیږي او خپریږي.

هرتز ویل، زموږ په چاپیریال کې چې هر غږ تولیږیي په فضا کې موجونه تولیدوي او د یوې مناسبې دستګاه جوړول کولای شي چې دا موجونه ثبت کړي.

هرتز د اتلس سوه څلور نویم کال د جنوري په لومړي نیټه په وینه کې د کومې مکروبي ناروغي له امله د اوه دیرش کلونو په عمر په بن کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د هغه تر مرګ وروسته اتیالوی عالم کالزجی اونستي په فضا کې د فلز د ذراتو د هدایت او انتقال له کشف سره د راډیو اختراع ته لاره هواره کړه.

وروسته بیا فرانسوي فزیک پوه ادوارد برانلی په اتلس سوه څلور نویم میلادي کال کې له دې معلوماتو په ګټې اخیستو د غږ پر خپرولو او ثبت بریالی شو.

په هر حال اوس په نړۍ کې بیلابیلې راډیویې او تلویزیونې خپرونې کېږي، د کمپوتر او انترنیت له لاری خپروني کېږي او خلک سره اړیکې ټیڼګوي.

په حقیقت کې ددې پرمختګتونو بنیاد هماغه د هرتز د لومړنیو څیړنو زیږنده ده.
XS
SM
MD
LG