د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

افغانستان او امریکا هڅه کوي چې ستراتیژیک تړون بشپړ کړي


افغان او امریکايي چارواکې وايي دا دواړه هېوادونه غواړي د هغو جنجالي مسلو چې په اړه د دواړو ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیک خنډ ګرځیدلې یو جلا سند لاسلیک کړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک تړون لاسلیک ته لاره هواره شي.

د افغانستان او امریکا حکومتونه له یو کال راهېسې هڅه کوي چې په خپلو کې د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو لپاره شرایط برابر کړي.

په دې تړون کې به د ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو موضوع، د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکیو همکاریو مسله او افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د سپارلو په څیر موضوعات روښانه شي.

ویل کېږي، دا تړون به امریکا ته د دې زمینه برابره کړي چې تر ۲۰۱۴میلادي کال وروسته هم په افغانستان کې خپل زرګونه سرتیري وساتي څو افغان ځواکونو ته روزنه ورکړي او د تروریزم ضد جګړه کې له هغوې سره مرسته وکړي.

پر دې سربیره به دا تړون د خلکو هغو اندېښنو ته هم ځواب ووايي، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته یې د افغانستان وضیعت ته، کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، لري ځکه په دې تړون کې به امریکا ژمنه کوي چې افغانستان به یوازې نه پریږدي.

دواړه لورې هیلمند دي چې په دې تړون سره به د افغانستان د حکومت او امریکا هغه د نظر اختلافات هم لرې شي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د چلن په اړه دا مهال شته.

ویل کېږي، د دې ستراتیژیک تړون په مخ کې د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه غوښتنو ستونزې جوړې کړې وې چې ویل په افغانستان کې دې د بهرنیو تر ولکې لاندې زندانونه افغان حکومت ته وسپارل شي او امریکايي ځواکونه دې د شپې له خوا عملیات بند کړي.

دا مهال دواړه خواوې هڅه کوي، چې په شیکاګو کې جوړیدونکې د ناټو د مشرانو تر غونډې دمخه چې ټاکل شوې په می میاشت کې جوړه شي دا ستراتیژیک تړون بشپړ او لاسلیک کړي.

اوس یو افغان چارواکې د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي امریکا او افغانستان له دې حالت څخه د وتلو لپاره په دې سلا کړې چې افغان حکومت ته د زندانونو د سپارلو او د شپې له خوا د پوځي عملیاتو مسله د لنډمهال مسلو په توګه په یوه بله موافقه کې مطرح او لاسلیک کړي.

یو امریکايي چارواکې هم تایید کړې ده چې له ستراتیژیک تړون څخه ددې مسلو پر ایستلو بحثونه شوې او که اړتیا شي نو د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا به هم له دې سره توافق وکړي. خو ددې امریکايي چارواکې په وینا ښاغلی پنیتا غوره ګڼي چې ټولې دا مسلې د یوه تړون برخه و اوسي.

هغو افغان او امریکايي چارواکو چې په دې اړه یې معلومات ورکړي د خپلو نومونو له څرګندولو ډه ډه کړې ده.

له امریکا سره له ستراتیژیک تړون څخه ددې دوو مسلو بیلول به د افغان حکومت په دریځ کې یو مهم بدلون وي ځکه تر دې مخکې ولسمشر کرزی په وار وار پر دې مسلو ټینګار کړی و او ویلي و چې له امریکا سره په ستراتیژیک تړون کې به دا مسلې هوارې کړي.
XS
SM
MD
LG