د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

"د افغانستان بانک نه څه باندې ۴ ملیارده ډالره په ناقانونه توګه ایستل شوي"


د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې یواځې د تیر میلادي کال په ترڅ کې د کابل هوایي ډګر په لاره شاوخوا څلور زره او شپږ سوه میلیونه ډالره ویستل شوې دي.

په وړم میلادي کال کې یعنې دوه زره لسم کال کې دوه اعشاره درې ملیارده ډالره د کابل د هوايي ډګر په لاره بهر ته لیږدول شوې وې.

د افغانستان د مرکزي بانک مشر، نور اله دلاوري امریکایي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي، چې له افغانستان څخه د پیسو د ایستلو په مقصد به محدودیتونه وضع شي.

د دلاروي په وینا له افغانستانه د پیسو ویستل دې هېواد ته هیڅ کومه ګټه نه لري او مرکزي بانک غواړي، چې د تروریزم لپاره له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او د پیسو د مینځلو یعنې د بې مدرکه پیسو د قانوني کېدو مخه ونیسي.

تر دې دمخه د افغانستان د ګمرک د قانون له مخې د هر څومره پیسو لیږد ممکن وو او هر ورځ به د ډالرو، ایرو، ریال او نورو اسعارو ډک بکسونه د کابل هوايي ډګر په لاره سیده دوبی ته انتقالیدل، په دې کار کې د حوالې او د پیسو د لیږد شبکې هم برخه لري.

افغان چارواکي وايي، د دې پیسو ډیره برخه لومړی له پاکستان څخه په قاچاق ډول کابل ته واردیږي، که چیرته هغه ګراف ته چې په وال سټریټ ژورنال کې د افغانستان د مرکزي بانک د معلوماتو په اساس خپور شوی وکتل شي، نو په څرګنده توګه لیدل کېږي چې له دوه زره اووم میلادي کال څخه تر دوه زره یوولسم پورې له افغانستان څخه د پانګې فرار په ډیر لوړ حد کې وو.

په دوه زره اوم میلادي کال کې څه کم یو میلیارد ډالره له افغانستانه ویستل شوي او په دوه زره یوولسم کال کې یعنې تیر میلادي کال کې څلور اعشاریه شپږ ملیارده ډالره.

د افغانستان بانک ریس وايي، د هر چا لپاره چې له افغانستانه بهر سفر کوي په هر سفر کې تر شل زره ډالرو پورې د انتقال اجازه شته که چیرته له چا سره له دې څخه زیاتې پیسې وموندل شي له دې امله چې غیر قانوني بلل کېږي نو ضبط کېږي.

له افغانستانه د پیسو د ویستلو یو بل دلیل په دې هیواد کې د حوالې سیستم دی، وال ستریت ژورنال په خپل راپور کې د کابل د دوه صرافانو په حواله لیکې افغانستان داسې یو هېواد دی چې تجارتي معاملې په کې د نقدو پیسو په اساس کېږي او زیاتره دوکانداران او سوداګر له دوبۍ څخه د مال د پیرلو لپاره خپلې پیسې عربي اماراتو ته انتقالوي.

د مرکزي بانک د ارقامو له مخې له هغو څلور اعشاره شپږ ملیاردو ډالرو څخه چې تیر میلادي کال د کابل د هوايي ډګر په لاره انتقال شوې په سلو کې اته دیرش یې په سعودې ریال، په سلو کې دوه څلویښت یې په امریکایی ډالرو او پاتې نوریې د اماراتو په درهم، یا هم پوند او ایرو باندی بدلې شوې دي.د افغانستان بانک ریس وايي له افغانستان د دومره ډیر ریال انتقال حیران کړی دی.

یو شمېر لویدیځ دیپلوماټان داسی مخوینه یا پیشبینی کوي چې دا پیسې ښایې له وسله والو طالبانو سره د مرستي لپاره د سعودې له جوماتونو راټولې شوې وې. خو افغان صرافان وايي عربی هیوادونو ته دپیسو انتقال د پاکستانی کلداری یا افغاني په پرتله په ریال باندي اسانه دی.

د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د مخدر موادو دقاچاق د کنترول د څانګې معین، باز محمد احمدی، وایی د افغانستان مرکزي بانک یواځې د کابل د هوايي ډګر په هکله فکر کوي دا په داسی حال کې ده چې افغانستان څو نړیوال میدانونه لري او نورې لارې هم شته چې ورباندي له افغانستان بهر ته پیسي ولیږدول شي.
XS
SM
MD
LG