د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

قرانکریم ته د بې حرمتی له امله مظاهرې


قرانکریم ته د بې حرمتی له امله مظاهرې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:53 0:00

په بګرام کې چې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه بلل کیږي قرانکریم ته د بی حرمتۍ له امله د سې شنبې په ورځ هم په بګرام ولسوالۍ، کابل او ځینو نورو ولایتونو کې مظاهرې وشوې. د چهارشنبې په ورځ هم په پروان، لوګر، ننګرهار، نورستان، پکتیا، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې مظاهرې وشوې، د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي دا رد کړه چې په کابل کې پولیسو پرمظاهره کوونکو ډزې کړي، خو د عامې روغتیا وزارت دا مني چې یو شمېر ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي. د دې وزارت ویاند کارګر نوراوغلي په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل: "په کابل کې د نننۍ مظاهرې له امله وزیر محمد اکبرخان روغتوته یوولس ټپیان لیږدول شوي چې دا مهال تر درملنې لاندې دي. په دې ډله کې ډیر شمېر ملکي وګړي دي، چې په مظاهرو کې ټپیان شوي. له لوګر،پروان او ننګرهار څخه هم د مرګ ژوبلې راپورونه لرو خو لا تر اوسه په دې اړه چې څومره کسان وژل شوي او ټپیان دي موږ ته کره معلومات نه دي راکړل شوي."

XS
SM
MD
LG