د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

"د امنیتي مسولیتونو دریم پړاو پلي کیدو ته چمتو یو"


د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي
د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي
په داسې حال چې د امنیتي مسولیتونو د دریم پړاو د پیل لپاره دقیقه نیټه نه ده اعلان شوې، د کورنیو چارو وزارت وایې، چې د دې پړاو د پلي کولو لپاره یي چمتوالی نیولی دی.

د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي د چهارشنبی په ورځ د پولیسو د شاوخوا دریو زرو افسرانو د فراغت په غونډه کې وویل، چې د امنیتي مسولیتونو د انتقال د دوهم پړاو له بشپړیدو وروسته د دریم پړاو د پلي کولو لپاره ارزونې پیل شوي دي:

"موږ د امنیتي مسولیتونو د انتقال په درشل کې یو، لومړی پړاو په بریالیتوب پای ته ورسید او دوهم پړاو هم څو ورځې مخکې پای ته ورسیده.

اوس د دریم پړاو لپاره د څیړنی او ارزونې په حال کې یو، دا یو اسانه او ساده کار نه دی، انتقال یواځې په ویلو نه کیږي، چې څو ولایتونه یاد کړو او د انتقال په بهیر کې یي شامل کړو.

له شکه پرته چې ډیر کار او زیار ته اړتیا لري او تر ټولو مهمه دا چې موږ د خپلو امنیتي ځواکونو وړتیاوې لوړې کړو
"

ویل کیږي، چې د امنیتي مسولیتونو د انتقال دریم پړاو به د را روان لمریز کال په لومړیو کې پیل شي.

د امنیتي مسولیتونو د انتقال په دوهم پړاو کې د اولسي سیمو، څو ښارونو او ولسوالیو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوي.

ښاغلي محمدي د پولیسو افسرانو دغه فارغه شوي ډله د امنیتي مسولیتونو د انتقال په بهیر کې ګټوره وبلله.

د پولیس افسرانو د فارغې شوي ډلې شمېر چې دوه زره اته سوه څلور اتیا تنو ته رسیدو، د شپږو میاشتو په موده کې یي د پولیس مسلک په اړه په کابل، کندهار،بلخ، میدان وردګ ولایتونو او ترکیی هېواد کې زده کړې وې.

په دې ډله کې یوه نجلۍ چې وزیر احسان حسن زاده نومیده او د ډاکندي ولایت اوسیدونکی وه ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې لپاره د پولیسو لیکو ته راغلي، څو له دې لارې خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي:

"دا زما شوق او علاقه وه، چې څه ډول هېواد، خلکو او خپلو خویندو ته خدمت وکړم، نو زه مې کورنۍ وهڅولم، چې په ملي پولیسو کې دنده اخیستل کیدای شي، خلکو ته ډیر خدمت وکړي.

او زه هیله لرم، چې د همدی دندې له لارې د خپلو هېوادوالو خدمت وکړم، زما غوښتنه له میندو او کورنیو دا ده چې خپلې نجونې د پولیسو پر ګډون نورو مسلکونو ته وهڅوي."


په داسې حال کې چې د ښځینه پولیسو شتون ته ډیره اړتیا ده، خو بیا هم زیات شمېر کورنۍ نه غواړي، چې لوڼی یي په پولیسو کې دنده واخلي.

که څه هم په تیرو وروستیو کلونو کې زرګونه تنه د لیسانس، او له هغی څخه په ټیټه کچه د پولیسو له اکاډمی فارغ شوي خو لاهم شکایتونه موجود دی، چې ډیری افغان پولیس غیری مسلکی دی.

خو د کورنیو چارو وزیر له نویو فارغو شویو پولیسو افسرانو وغوښتل، چې د دندی پر مهال د خلکو رضایت ترلاسه ځکه دده په وینا د خلکو له همکاری پرته ددی مسلک مخ ته وړل ستونزمن دی.

خبریاله: ذکیه غیاثی نذیر
XS
SM
MD
LG