د امریکا د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا په بګرام اډه کې د ناټو ځواکونو له خوا د قران کریم د نسخو د سوځولو له امله بخښنه وغوښته او دا یې یو نامناسب عمل وباله او ژمنه یې وکړه چې په دې اړه به چټکه څیړنه ترسره کوي.
په بګرام هوايي اډه کې د قران کریم د نسخو د سوځول کیدو د خبر له خپریدو وروسته زرګونو کسانو د دغې اډې مخې ته له غصې ډکه مظاهره وکړه او امریکایي ضد شعارونه یي ورکړل.
په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن هم دا پیښه یوغیر قصدي عمل یاد کړی او د افغانستان له دولت او افغانانو یې بخښنه غوښتې ده.
د امریکا د دفاع وزیر ویلي دا ډول اعمال د امریکا د پوځ د نظريي خلاف دي او متحده ایالات پرته له کومې استثنا د افغانستان د خلکو مذهبي مراسمو او فعالیتونو ته درناوی لري.