افغانستان داسې یو پلان جوړوي چې له مخې به یې د خپل هرعسکر په اړه معلومات راټولوي، ځکه د افغانستان د اردو په لیکو کې داسې پیښ شوي، چې افغان عسکرو د پوځ په لیکو کې پر خپلو بهرنیو ملګرو حملې کړې دي.
دا اقدام د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د هڅو یوه برخه ده چې ددې هېواد استخباراتي مامورین به د ټول هېواد په سطح په پوځې قطعو کې ځای په ځای کېږي او له مقررې څخه نیولی تر روزنې او رخصتی پورې به افغان عسکر ګام ګام څاري.
د افغانستان د دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ امریکایي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي، دا اقدم د دې لپاره شوي څو دمخه تر دې چې کومه مرګونې پیښه رامنځ ته شي ورانکاري وپیژندل شي.
دا چې ویل کېږي، پر بهرنیو عسکرو د افغان سرتیرو تر سره شوي حملې دا ښیې چې ممکنه ده مخالفینو د افغانستان اردو ته لار موندلی وي، د افغانستان د دفاع د وزارت یوه ویاند دولت وزیري دا خبره په کلکه رد کړه.
خو پوښتنه دا ده، چې پر بهرنیو عسکر د افغان سرتیرو له خوا حملې څنګه شوي؟ که چیرته دا عسکر له مخالفینو سره اړیکه نه لري نو بیا څنګه پر بهرنیو عسکرو حملې کوي.
خو په افغانستان کې د ایساف قوماندان جنرال جان الن د افغانستان د دفاع د وزیر رحیم وردګ خبرو ته په اشاره وایي، د افغان عسکرو په لاس د تیري جنوری په میاشت کې د څلورو فرانسوي عسکرو د وژلو په تعقیب د افغان حکومت دا اقدامات بې ساري دي.
په کاپیسا کې د یادو شوېو فرانسوي عسکرو وژل د دې لامل شو چې فرانسه له افغانستانه د خپلو عسکرو ویستل رامخ ته کړي.
افغان او امریکايي چارواکې وايي، دوې ته دا جوته شوي چې د ایساف او افغان عسکرو ترمنځ د بې اعتمادی د فضا رامنځ ته کول د طالبانو ستراتیژې ده.
وال ستریت ژونال لیکي، د نوېو هڅو په لړ کې به د افغانستان د ملي امنیت مامورین هر نوی مقرر شوی عسکر څاري په تیره کله چې په رخصتی ځي.