په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جان الن د بګرام په هوايي ډګر کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د قران کریم د سوځولو په اړه له افغاه حکومت او افغانانو بخښنه وغوښته.
جان الن وویل، چې په بګرام هوایي ډګر کې بهرنیو ځواکونو د قران کریم د نسخو په ګډون یوه اندازه دیني مواد په ناسم ډول له منځه وړل، خو د دې خبر له رسیدو سره سم دوي مداخله وکړه.
جنرال الن دا وضاحت وړاندې کړې، چې دا یو قصدي عمل نه وو او هڅه کوي بیا تکرار نشي:
"موږ د دې پیښې په اړه هر اړخیزه څیړنه کوو، موږ اوچت ګامونه پورته کوو ترڅو په راتلونکي کې داسې پیښې رامنځ ته نه شي او تاسو ته ډاډ درکوم چې دا یو قصدی پیښه نه وه."
له دې پیښې وروسته سلګونه ځایي اوسیدونکو بګرام هوایي ډګر ته څیرمه مظاهره وکړه او د بهرنیو ځواکونو ضد شعارونه یې ورکړل.
مظاهره کوونکو په بهرنیو ځواکونو د ډبرو ګزارونه هم کول اوغوښتنه یې کوله چې په راتلونکې کې باید دداسې پیښو مخنیوی وشي.
د پروان دبګرام ولسوالۍ د امنیې قومندان په سیمه کې ازادي راډیو ته وویل چې مظاهره له کوم تاوتریخوالي پرته پای ته ورسیده.
چارواکو وویل دوی ډیره هڅه وکړه چې دغه مظاهره رامهارکړي او په خبره یې که دوی په دې برخه کې هڅه نه وای کړې کیدای شوه مظاهره نورو سیمو ته هم غځیدلې وای او وژنې هم په کې رامنځ ته شوې وای.
راپور:اسدالله لودین