د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

"له طالبانو سره هره ورځ خبرې روانې دي"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له يوه استراليايي تلويزيون سره په مرکه کې وويل، چې له طالبانو سره اړيکي زيات شوې دي او اسلام اباد يې هڅولي دي چې په خپله خاوره او افغانستان کې د امنيت په ټنيګيدو کې مرسته وکړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وايي، د ده حکومت هره ورځ له طالبانو سره د منځګړيو له لارې خبرې کوي.

افغان او امريکايي مسوولان هڅه کوي، چې له طالبانو سره خبرې وکړي څو له دوه زره څوارلسم ميلادي کال وروسته چې بهرني محارب پوځيان له افغانستانه وځي هلته سوله او ثبات ټينګ شي.

حامد کرزي د استراليا ايس بي ايس تلويزون ته په مرکه کې وويل، موږ له طالبانو سره هره ورځ خبرې کوو، موږ څو ورځې مخکې له دوي سره په دې سيمې کې يو ځاي خبرې وکړې.

د افغان ولسمشر په وينا د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره غيرمستقيم تماسونه نيول شوې دي، خو مستقيمې اړيکي نه دې ټينګي شوي.

حامد کرزي بيا ټينګار وکړ، چې د طالبانو له مشر سره يې يو په يو نه دې ليدلي خو د دريم ګړيو له لارې يې اړيکي ورسره شته.

رويټرز اژانس څرګندوي، چې ولسمشر کرزي او ګڼ لويديځ څيړونکي په دې باور دي، چې ملا محمد عمر د پاکستان په کوټه کې اوسي.

حامد کرزی ټينګارکوي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې د سيمې د ثبات لپاره مهمې دي او له دې سره به په پاکستان کې هم امنيت ټينګ شي.

حامد کرزي ايس بي ايس تلويزيون ته دا هم وويل چې نور د خبرو محور يوازې افغانستان نه دي پاکستان هم دي.

افغانستان تور پورې کوي چې د طالبانو مشران چې د کوټې شورا ورته ويل کيږي په پاکستان کې اوسي، خو پاکستان تل دا تورونه رد کړې دي.

له نولس سوه شپږ نويمه تر دوه زره لومړي ميلادي کال پورې د طالبانو حکومت پاکستان په رسميت پيژندلي و خو ولسمشر کرزي وايي، د دې سربيره چې تاريخ ته ګورو بيا هم زه هيلمن يم چې له اسلام اباد سره به په ګډه کار کوو څو له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ وکړو.

حامد کرزي څرګنده کړه چې موږ د افغانانو په حيث او د افغان حکومت په استازيتوب دا غواړو چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په راتګ کې مرسته وکړي او په پاکستان کې د سولې په راتګ کې کومک وکړي.
XS
SM
MD
LG