د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

د کب دریمه او د شوروي ځواکونو پر ضد د کابلیانو پاڅون


دوه میاشتې وروسته له هغې چې شوروي ځواکونه افغانستان ته ننوتل، د ۱۳۵۸ کال د کب په دریمه د کابل لارو کوڅو ته خلک راووتل او د الله اکبر د نعرو په ورکولو سره یې د وخت د رژيم پر ضد پاڅون وکړ.

له دې ورځې دوه دیرش کاله وتلي، خو کابلیان یې لا هم ترخې خاطرې په یاد لري.

چنداول چې اوس د کابل یوه زړه سیمه بلل کیږي، هغه وخت د دې پاڅون له مرکزي سیمو څخه وه، چې د پاخه عمر اوسیدونکي یې اوس هم د دې ورځې کیسې په درد او غم سره کوي.

په ولسي جرګې د کابل پخوانی وکیل محمد باقر شیخ زاده ازادۍ راډیو ته وویل، چې دی هم د کب د دریمې نیټې په پاڅون کې و چې د ده په باور له چنداول سیمې پیل شو.

هغه وویل، دې پاڅون درې ورځې دوام وکړ، چې خلکو په کې د وخت له کمونیستي رژيم او د شوروي د یرغل په وړاندې خپل نفرت څرګند کړ.

خو شیخ زاده په افسوس وايي چې په هېواد کې د دې پاڅون کوونکو ارمانونه لا هم نه دي پوره شوي:

"له بده مرغه د شهیدانو هغه وینې او د خلکو هغه ټول کړاوونه او بې چارګۍ او د شهیدانو ارمانونه اوس تر پښو لاندې شوي او له بده مرغه د هغوي له وینو څخه یوازې یو شمېر ځان غوښتوونکو ګټه واخیستله او ځانونه یې یوه مقام ته پرې ورسول، نور څه ونه شول."

په کابل کې د کب د درېمې نیټې پاڅون د هغو پاڅونونو یو مثال بللای شو، چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د شوریانو پرضد شوي دي.

په افغانستان کې ډير داسې کسان پیدا کیږي، چې پلرونه او یا نور خپلوان یې په همدارنګه پاڅونونو کې ورک شوي او بیا یې مړی یا ژوندی نه دی معلوم شوی.

په افغانستان کې لا هم د مرګ ژوبلې او جنګ جګړو لړۍ پای ته نه ده رسیدلې، که څه هم د پای ته رسولو لپاره یې هلې ځلې روانې دي، خو زیاتره خلک بیا هم راتلونکې ته نهیلي بریښي.
XS
SM
MD
LG