د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

د سولې شورا د طالبانو باور ترلاسه کړې او که څنګه؟


د کابل ورځپاڼو نن هم د خپل بحث زیاته برخه په افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره روانو هڅو او په دې برخه کې شتو خنډونو ته ځانګړې کړې، چې غورچاڼ يي لاندې په یوه مطلب کې حمید مومند راچاڼ کړي دي.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې د سولې د عالي شورا په ترکیب بحث کړې او لیکلي، که څه هم افغان ولسمشر دا ترکیب د سولې د مخالف غږ د غلې کولو لپاره جوړ کړې، خو اوس له همدې ادرسه سوله ګواښیږي.

ورځپاڼې لیکلي، چې په افغانستان کې د فدرالي نظام پلویان له دې شورا څخه ولاړل او طالبان یې د افغانستان د راتلونکې لپاره یو ستر خطر وباله.

ورځپاڼې د قطر د بهیر په اړه هم د دې شورا د غړو په دریځونو کې توپیر ته اشاره کوي او وایې، چې دې کار د سولې د هڅو په اړه عامه ذهنیت خورا زیانمن کړې.

ورځپاڼې د سولې د روانو هڅو لپاره د یو ځانګړې تګلارې نه موجودیت او په دریځونو کې توپیر د دې شورا اساسي ستونزې بللي او سپارښتنه یې کړې، چې دا تشکیلات باید له منځه یوړلې شي.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه د ولسمشر د یو سلاکار اسداله وفا څرګندونې راخیستې، چې ویلي د سولې په عالي شورا کې د نامناسبو کسانو موجودیت سولې ته د طالبانو دلچسپې کمه کړې ده.

ورځپاڼې د ده په حواله دا هم لیکلي، چې لومړې باید دا باوري کړای شي، چې د سولې عالي شورا د طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو باور ترلاسه کړې او که څنګه؟

ورځپاڼې لیکلي، چې له دې سربیره ښاغلې وفا په پاکستان هم انتقاد کوي، چې د سولې په اړه دوه مخې سیاست پرمخ بیایې، وایې یو څه او کوي بل څه.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي، که پاکستان او ایران په افغانستان کې لاس وهنه بنده کړي، نو په یوه میاشت کې به په هېواد کې سوله راشي.

ورځپاڼې وړاندې د پاکستان د یوې سیاستوالې په حواله لیکلي، چې د زرداري حکومت هم د افغانستان په وړاندې د پرویز مشرف د ادارې تګلاره خپله کړې.

ورځپاڼې لیکلي، چې د افغانستان د برخلیک د ټاکلو حق یوازې او یوازې د افغانانو دې او پاکستان دې تر هغو د سولې په هڅو کې مداخله نه کوي، چې افغان دولت ترې غوښتنه نه وي کړې.

ویسا:

خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر، چې اوس مهال په لندن کې ده غواړي، چې له بریتانوي مشرانو سره په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي.

ورځپاڼې د حنا رباني کهر د څرګندونو دا برخه هم راخستې، چې ویلي هیواد یی له افغانستان سره د سولې په هلو ځلو کې هر راز همکارۍ ته چمتو دې.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د پاکستان په سیاستونو انتقاد کړې او لیکلي، چې هر هغه طالب مشر، چې هڅه یی کړې له افغان دولت سره د سولې خبرې وکړي یا بندي شوې او یا هم وژل شوې دې.

ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان په ظاهره د افغان دولت په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي، خو کله، چې ترې له طالب مشرانو سره د مخامخ خبرو د زمینې د برابرولو غوښتنه وشي، نو وایی، چې افغانستان د سولې د هڅو لپاره یو میکانزم نه لري.
XS
SM
MD
LG