د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

د کندهارد سولې شورا کوټه کې د طالبانو له شورا سره تماسونه نيولي


د کندهارد سولې شورا وايي، چې په کوټه کې يې د طالبانو له شورا سره تماسونه نيولي او له دې سره په يو وخت يې په کندهار کې د طالبانو له قومندانانو سره خبرې پيل کړي دي.

کندهار کې د سولې شورا مشر حاجي عطامحمد(احمدي) وايي د کوټې شورا ته يې يو پلاوى لېږلى او هيله لري چې له خبرو څخه به ښه نتيجه ترلاسه کړي.

د حاجي احمدي په وينا په کوټه کې له طالب قومندانانو او د شورا له غړيو سره د دوي د پلاوي خبرې تر دې دمه بريالۍ ښکاري.

احمدي همدا راز وايي، د خبرو ترڅنګ يې همدلته په کندهار کې هم له يو شمېر مخالفو قومندانانو سره رابطې ټينګې کړي او په وينا يي دا رابطې به د ژمي په وتو او د نوي کال په راتلو سره لاهم پياوړي شي.

احمدي زیاته کړه، چې له طالبانو سره د خبرو ماموريت د کندهار د سولې د ولايتي شورا غړي او قومي مشران پر مخ بيايي.

نوموړى وايي، اوس د مخالفينو يو شمېر مخور کسان د هوا د يخنۍ له امله نورو سيمو ته تللي او دوې کلکه هيله لري چې د هوا له سميدو سره سم به امنيتي حالات هم په کندهار او شاوخوا سيمو کې ښه او د سولې روان بهير به ډېرې ښې نتیجې ولري.

د کندهار د سولې د شورا مشر پر وسلوالو طالبانو ږغ وکړ، چې نور د جنګ وخت تير دى، هرهېوادوال ستر مسؤليت لري چې د هېواد بيا روغونې ته ملا وتړي ځکه دا جګړه پر افغانانو له بلې خوا تپل شوې ده.

دى وايي، د دې جګړې په اورکې افغانان سوځول کيږي مګر ګټه يې نورو ته رسيږي.

طالبانو تر اوسه پورې د کندهار د سولې د شورا د دې خبرې په اړه چې د کوټې له شورا او يو شمېر نورو وسلوالو طالب چارواکو سره يې تماسونه نيولي څه نه دي ويلي.

طالبانو تر دې مخکې د افغانستان له حکومت يا د سولې له شورا سره هر راز تماس نيول يا خبرې رد کړي دي، خو د قطر په مرکز دوحې کې يې له امريکايانو سره خبرې، چې په اړه يې له يو کال راهيسي خبرونه خپرېدل، بالاخره په دې وروستيو کې تاييد کړې.
XS
SM
MD
LG