د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو په وړاندې اساسي خنډونه


افغان حکومت وایی، چې د شپې د عملیاتو د بندولو او افغان حکومت ته د زندانونو د لیږد په اړه له امریکا او ناټو له چارواکو سره په بیلابیلو کچو جدي خبرې روانې دي.
افغان حکومت وایی، چې د شپې د عملیاتو د بندولو او افغان حکومت ته د زندانونو د لیږد په اړه له امریکا او ناټو له چارواکو سره په بیلابیلو کچو جدي خبرې روانې دي.
افغان حکومت وایي، چې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د شپې د عملیاتو دوام او د بګرام د زندان نه سپارل لا هم له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو په وړاندې اساسي خنډ دې.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي ازادۍ راډیو ته وویل، چې اوس مهال په کابل کې د امریکا له سفارت او ناټو له مشرانو سره پدې اړه جدي خبرې روانې دي.

ښاغلي فیضي وویل، چې د افغان ولسمشر او د امریکا د سنا د مجلس د پلاوي ترمنځ د خبرو زیات تمرکز هم د دواړو هیوادونو ترمنځ په ستراتیژیکو اړیکو څرخیدلو.

ده وویل، که څه هم د سنا د مجلس پلاوي پدې ټینګار کاوه، چې دا مسایل باید د ستراتیژیکو اړیکو په وړاندې خنډ نشي، خو ولسمشر کرزي پدې اړه بیا هم په خپل مخکیني دریځ ټینګار وکړ:

(افغانان او حکومت دواړو د امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو د سند په لاسلیکولو کې کوم مخالفت نه لري.موږ هیله لرو چې دا خبرې کومې چې روانې دي کوم شرایط چې د افغانستان دولت وړاندې کړي دي که مراعات شي نو ټولې ستونزې به حل شي.)

د امریکا د سنا د مجلس دا پنځه کسیزه پلاوې، چې مشري یی جان میکین کوي وړمه ورځ کابل ته راغلې او له ولسمشر کرزي سره یی په خبرو کې پدې هم ټینګار وکړ، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دا سند باید د شیکاګو له سرمشریزې مخکې لاسلیک شي.

د ولسمشر ویاند هم وویل، که د شپې د عملیاتو او د بګرام زندان د سپارلو مسئله حل شي، نو نور داسې کوم خنډ نشته، چې ددې سند په وړاندې موجود وي.

د امریکا د سنا د مجلس ددې پلاوي مشر جان میکین هم دا منلې، چې د شپې عملیات او د زندانونو د سپارلو مسئله د ستراتیژیکو اړیکو په وړاندې اساسي خنډونه دي.
خو له دې سره سره جان میکین د شپې د عملیاتو په دوام ټینګار وکړ او دا یی په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د امنیت لپاره مهم وبلل:

(خو له دې سره سره مونږ پدې باور یو، چې د شپې د عملیاتو دوام په افغانستان کې د پوځي ماموریت د پرمخ بیولو لپاره خورا مهم دي.

دا عملیات په افغانستان کې زمونږ د پوځیانو د خوندیتوب لپاره هم، چې په جنګ کې ښکیل دي زیات مهم دي.)

خو افغان حکومت بیا وایی، چې ددې عملیاتو بندول او د بګرام زندان افغاني کول د دودیزې لویی جرګې په مهمو سپارښتنو کې شامل دي، چې له امریکا سره یی د ستراتیژیکو اړیکو لپاره وړاندې کړي.

دا، چې د افغان حکومت، امریکا او ناټو ترمنځ روانې خبرې به کومې نهایی نتیجې ته ورسیږي او که نه اوس اټکل ځکه ګران دې، چې دواړه لوري په خپلو دریځو ټینګار کوي.

د امریکا د سنا د مجلس پلاوي په خپل دې سفر کې د ناټو له مشرانو او په افغانستان کې له ځینو سیاسي کړیو سره هم لیده کاته درلودل.
XS
SM
MD
LG