د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

ناټو:افغان ځواکونه د ۲۰۱۳ تر پایه امنیتي مسولیتونه پر غاړه اخیستی شي


د افغان ملي اردو د استخدام د یوه مرکز د دخولي دروازې مخې ته د اردو یو خورد ضابط چې برګه دریشي يې په تن او پوځي خوله يې په مغرورانه ډول پر سر ده ولاړ دی.

هغه له مراجعینو څخه اسناد اخلي او بیا يې د مراجعینو څخه یو بل تن ته ورکوي چې ویي لولي.

لاس انجلس ټایمز لیکي:

په دې ورځو کې افغان امنیتي ځواکونه تر سخت فشار لاندې دي، له سرتیرو غوښتنه کیږي چې د بې سوادۍ نیولې تر د لوژستیک په برخه کې خپل ظرفیتونه لوړ کړي.

په عین حال کې ناټو افغان ځواکونه د امنیتي مسولیتونو ته د انتقال پروسه هم ګړندۍ کړې ده او بل لور ته بیا دا تړون غواړي چې د افغانستان د درنیم لکه نفري امنیتي ځواک مالي مرسته هم د پام وړ اندازې سره کمه کړي.


د ناټو لوړ رتبه قومندانان وايي، د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز بهیر په ښه توګه روان دی او دا ځواکونه کولای شي د ۲۰۱۳میلادي کال تر پایه پورې د افغانستان د زیاتو سیمو امنیتي او عملیاتی مشري پر غاړه واخلي.

خو د ورځپاڼې په وینا د افغان سرتیرو له خوا د مخدرو موادو استعمال، د با تجربه عسکرو نشتوالي، په لوژستیکې چارو کې کمزوری او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو د نفوذ د موضوع له امله، اندیښنې هم موجودې دي.

لا س انجلس ټایمز زیاتوي:

په دې وروستیو کې د امریکا د پوځ د یوه لوړ رتبه افسر محرمانه راپور د افغان سرتیرو او د هغوي د متحدانو یعني لویدیځو ځواکونو تر منځ د بې اعتمادۍ او خصومت اندازه په ډاګه کړه.

امریکايي ډګرمن دانیل ال دیویس چې دوه ځله يې په افغانستان کې خدمت کړی په روانه فبرورۍ میاشت کې د امریکا په یوې پوځی مجله کې د افغان ځواکونو په اړه د خپلو څیړنو راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې ویل شوي د افغان او نړیوالو ځواکونو تر منځ چې په یوه اډه کې میشت دي په کلتوري برخه کې توپیرونه څومره یوه نا مناسبه فضا رامنځته کوي.

ډګرمن دا نیل په خپل راپور کې ویلي د افغان او ناټو سرتیرو ورځني فعالیتونه ددواړو خواو تر منځ د سو تفاهم او خفګان څخه ډک وي.

لاس انجلس ټایمز وړاندې لیکې:

پښتانه د افغانستان تر ټولو لوی قوم دی او اکثره طالبان هم پښتانه دي.د راپور په وینا په پولیسو او اردو کې پښتنو ته کمه ونډه ورکړ شوې او دا مسله ددې سبب شوې چې د اردو په مقاماتو او په پښتنو میشتو سیمو کې له خلکو سره د پوځ په اړیکو کې ستونزې پیدا شي.

دغه راز د ستراتژیکو څیړنو د نړیوال مرکز کارپوه انتوني کوردسمن په خپل وروستی راپور کې ویلي چې د روزونکو کموالي، د پرمختګ په برخه کې بیړه، په مشرتابه کې فساد ،او جنګ سالارانو ته وفادارۍ د افغان اردو اهمیت کم کړی دی.

د افغان اردو د استخدام یو مسول ډګروال اکبر ستانکزي لاس انجلس ټایمز ته ویلي ځیني دا ډول پوښتنې چې په اردو کې شاملیدونکې د دولت د وسله والو مخالفانو په اړه څه نظر لري او ایا افغان حکومت ته وفا داره دي او کنه؟ بې ځوابه پاتې کیږي.

نوموړی وايي ( مونږ ولې له هغوي څخه دا پوښتنې وکړو ؟ څوک به ریښتیا ووايي؟
XS
SM
MD
LG