د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

"د ۱۳۸۹ کال د بودیجې او د وزیرانو د راپورونو ترمنځ ډیر توپیر موجود دی"


د ولسي جرګې غونډې ته د مهاجرینو،حج اوقافو،عدلیې او ټرانسپورټ وزیران وربلل شوي
د ولسي جرګې غونډې ته د مهاجرینو،حج اوقافو،عدلیې او ټرانسپورټ وزیران وربلل شوي
د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په استجوابیه غونډه کې د دې جرګې رییس اعلان وکړ، چې د ۱۳۸۹ لمریز کال د بودیجې قطعیې او د وزیرانو د راپورونو ترمنځ ډیر توپیرموجود دی او باید چې اصلي ستونزه پیدا شي.

د ولسي جرګې په دې استجوابیه غونډه کې د عدلیې، حج او اوقافو او مهاجرینو چارو وزیران او د ترانسپورت او هوایي چلند سرپرست وزیر ځکه استجواب شوي وو چې په ۱۳۸۹ لمریز کال یې له څلویښتو فیصدو څخه کمه پراختیایې بودیجه لګولې وه.

خو دې درې واړو وزیرانو او د ترانسپورت سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې دوې له څلویښتو فیصدو څخه زیاته پراختیایې بودیجه لګولې، د ترانسپورت وزارت سرپرست داوود علي نجفي په دې اړه وویل:

"هغه حقیقي بودیجه چې وزارت ته ورکړل شوې، شاوخوا اولس میلیونه ډالره ده او زموږ حقیقي لګښت شاوخوا لس عشاریه نه میلیون ډالره ده، نو که داسې یې حساب کړو نو په ۱۳۸۹ کال کې د وزارت ۶۲ فیصده پراختیايي بودیجه لګیدلې ده.

د دې سند په وزیرانو شورا کې شته او د کابینې له خوا تصویب شوې او د کابینې په اسنادو کې شته."

دغه راز د حج او اوقافو،عدلیې او مهاجرینو چارو وزیرانو هم وویل، چې ښایې د مالیې وزارت له خوا د ۱۳۸۹ لمریز کال د بودیجې په قطعیه کې څه ستونزه موجوده وي، دوې هر یوه ټینګار وکړه چې له څلویښتو فیصدو څخه یې د خپلو پراختیایې بودیجو ډیره برخه لګولې ده.

خود مالیې وزارت چارواکي وایې، چې د بودیجې قطعیه د هر وزارت د کلني بودیجې د څرنګوالي له مخې له وزارتونو سره په پوره هماهنګۍ جوړیږي.

د دې وزارت د بودیجې رییس احمد جاوید جلالي د ولسې جرګې په غوڼده کې وویل، په ځینو مواردو کې چې پیسې پروخت وزارتونو ته نه دي ورکړل شوي علت یې د مرسته کوونکو له خوا دوې ته ناو خته د پیسو ورکول دي.

خو د ولسي جرګې غړو د استجواب شوېو وزیرانو له خوا د راپورونو او د ۱۳۸۹ لمریز کال د قطعیې ترمنځ دا توپیر مهم وباله، دوې ویل چې باید اصلي ستونزه پیدا شي.

د ولسي جرګې غړي سید اکرم څرګنده کړه، چې دوې ته اساس قطعیه ده او ټول هغه وزارتونه چې د قطعیې له مخې یې له څلویښتو فیصدو څخه کمه بودجه لګولې باید خپله ستونزه د مالیې له وزارت سره حل کړي، نوموړي په دې اړه خپل نظر داسې بیان کړ:

"اوس هغه ارقام چې وزیر صاحبانو ورکړل، هغه ارقام چې د مالیې وزارت ورکړل او کوم ارقام چې مرکزي تفتیش موږ ته د ۸۹ کال په قطعه کې رالیږلي دي، ټول سره توپیر لري. باید دوي ټول حاضر ول تر څو موږ پوه شوي و، چې اصلي حقیقت څه ده. "

له ډیرو بحثونو او له استجواب شویو وزیرانوڅخه د ډیرو پوښتنو له مطرح کولو وروسته د ولسې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي اعلان وکړ چې لومړی به دوی له ټولو وزیرانو او سرپرستو وزیرانو څخه چې استجواب شوي راپورونه واوري او بیا به د هغه توپیرپه اړه پریکړه وکړي چې د ۱۳۸۹ لمریزکال د قطعیې او د وزیرانو د راپورونو ترمنځ موجود دي.

ولسې جرګې په یوه بی ساري اقدام کې د حکومت څوارلس تنه وزیران او سرپرست وزیران له دې امله استجواب کړي چې په ۱۳۸۹ لمریزکال کې یې له څلویښتو فیصدو څخه کمه پراختیایی بودجه لګولې ده.
XS
SM
MD
LG