د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

په کندهار کې ځانمرګي بریدګر دوه ملکیان ووژل


ارشیف
ارشیف
په کندهار کې یوې ځان وژونکې حملې د دو ملکېانو په ګډون څلور تنه مړه اوټپیان کړل، ځان وژونکې حمله د کندهار ښار د څلورمې حوزې اړوند د پولیسو د تالاشی د پوستې نږدې دی شوې.

د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول جاودید فیصل وایې، په پیښه کې یو پولیس وژل شوې یو پولیس او دوه ملکېان زخمیان شوي.

د فیصل په وینا ځان وژونکي د پولیسو د تالاشی پوستې ته نږدې خپل کرولا ډول موټر ته چاودنه ورکړې:

"نن لس بجې او شل دقیقي یوه ځان وژونکي خپل کرولا موټر زموږ د پوستې سره نږدې چولې چې د بده مرغه یو ملي پولیس شهید دوه ملکېان او یو پولیس زخمي لرو."

په ورته وخت کې د کندهار د میرویس روغتون ډاکټران وایې، چې د پیښې څخه یو مړی او درې زخمیان ور وړل شوي.

د محمد داود په نوم یو کس چې په دغه چاودنه کې زخمي شوی ازادۍ رادیو ته د پیښې کېسه داسې وکړه:

"زه د پیپو کار کوم، روان وم چې یوار درب شو اول نه پوهیدم بیا چې مې وکتل تر دیوال لاندې وم شاوخوا وسپنې راته پرتې وې."

وسلوالو طالبانو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی او د ۱۲ داخلي او بهرنیو سرتیرو د وژلو ادعا کوي.

دا چاودنه په داسې حال رامنځ ته کېږي، چې دا مهال په کندهار کې تر بل هر وخت د پولیسو تالاشی او ګزمې ډیرې شوي.
محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG