د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

لویدیځو ورځپاڼو په افغانستان کې د سولې په بهیرکې د پاکستان ونډه څېړلې


ګڼو لویدیځو ورځپاڼو د شنبې په ورځ په خپلو تازه ګڼو د پاکستاني چارواکو سره د افغان ولسمشر حامد کرزي د خبرو په اړه لیکنې خپرې کړې دي او په افغانستان کې د سولې په روان بهیر کې یې د پاکستان ونډه څېړلې ده، چې اجمل اند يي غټ ټکي لاندې په یوه مطلب کې راغونډ کړي.

نیویارک ټایمز:

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي دي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د طالبانو سره د ممکنه سولې پر سر کړکېچ د جمعې په ورځ وروسته له هغې په عامه توګه په ډاګه شو، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان هغه غوښتنه خندونکې وبلله چې د دې له هېواد څخه غواړي طالبان دې ورسره د سولې خبرو ته چمتو کړي.

ورځپاڼه د حنا رباني کهر له خولې وايي، که چېرې له دوي څخه داسې تمه کېږي نو دا سمه نه ده، دا یوه غیرې واقعي او د خندا وړ غوښتنه ده.

حنا رباني کهر په پاکستان کې د افغانستان ایران او پاکستان د مشرانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته دا څرګندونې کړي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي:

د حنا رباني کهر څرګندونې د پام وړ دي، ځکه داسې باور دی چې د طالبانو مشران او جنګیالي یې چې په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو خلاف جنګېږي په پاکستان کې دي او یا د دې هېواد قبایلي سیمې د خپل خوندي اډو په توګه کاروي.

دا په داسې حال کې ده چې د بارک اوباما په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونه په قطر کې له طالبانو د خبرو غوښتونکې دي چېرې چې ټاکل شوي طالبان خپل دفتر پرانیزي او امریکا د خبرو په بهیر کې د ښه نیت څرګندولو په خاطر د دې ډلې د یو شمېر بندیانو پر خوشې کولو غور کوي.

وال سټریټ ژورنال:

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم په دې اړه په یو لیکنه کې ویلي، چې ولسمشر کرزي د پنجشنبې په ورځ د پاکستاني مشرانو سره په دې هدف خبرې وکړي چې طالبانو ته د رسیدو او هغوي سره د سولې په خبرو کې د دوې ملاتړ خپل کړي.

له بلې خوا طالبانو د ولسمشر کرزي هغه ادعا رد کړې، چې ګوندې دوې له افغان حکومت سره په خبرو بوخت دي.

وال سټریټ ژورنال وايي، د امریکا د دفاع وزیر چې پخوا د سولې په اړه زړه نازړه و د پنجشنبې په ورځ یې په یو خبري کنفرانس کې د ولسمشر کرزي څرګندونې چې وال سټریټ ژورنال سره یې کړې وې غبرګې کړي.

ورځپاڼه د لیون پنیتا له خولې وايي، هغه څه چې د ولسمشر کرزي څرګندونې یې تاییدوي دا دي چې افغانستان د پخلاینې په بهیر کې ډير ښکېل دی او دا د دې لپاره ډیر مهم دی چې درک کړو ایا موږ د سولې په خبرو کې بریالي کېږو کنه.

نوموړي زیاته کړه، دا خبر چې افغانستان د سولې په روانو بحثونو کې شامل دی مهم دي، خو پنیتا دا ونه ویل چې ایا بیا هم د امریکا افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د کومې بلې درې اړخیزې غونډې پلان شته او کنه؟

ورځپاڼه لیکي:

د بارک اوباما د ادارې یو بل لوړ پوړی چارواکې لا په دې کې زړه نازړه و، چې د اعتماد جوړولو دا ډول تماسونو ته د سولې مستقیمې خبرې وویل شي کنه، ورځپاڼې د دې چارواکې له خولې چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي دا پروسه ډیره پیچلې او متزلزله ده.

والسټریټ ژورنال دا هم وايي، چې د سولې په دې لومړنیو تماسونو کې د پاکستان ځای روښانه نه دی او د پاکستان پوځي او ملکي چارواکي ادعا کوي چې امریکايي چارواکو د سولې په بهیر کې په شوېو پرمختګونو نه دي خبر کړي.
XS
SM
MD
LG