د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

″په افغانستان کې د پای لوبه همدا اوس پیل شوې″


د امریکا د فارن پالیسي خپرونه لیکي، په افغانستان کې د پای لوبه په ۲۰۱۳ یا ۲۰۱۴ کال کې نه بلکې همدا اوس پیل شوې ده. یواځې یوشی چې باید په اړه یې ډاډ حاص شي، هغه دا ده، چې له دې هیواده له وتلو وروسته هغه کسان چې موږ یې له شاپریږدو په مصیبت کې اخته نه شي.

د دغې تحلیلي مقالې لیکوال لیکي، کله چې موږ له امریکایي چارواکو پوښتنه کوو، چې د امریکا د دفاع د وزیر لیون پنیټا له وروستیو څرګندونو څخه چې ویلي یې و، د امریکا پوځي رول به د راتلونکي کال په نیمایي یا اخیر کې له محارب څخه د روزنې، مشورې او مرستې پرچارو متمرکز شي، هدف څه و، یوڅرګند ځواب نشو ترلاسه کولای.

خپرونه لیکې، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې ریس ډیویډ پترویس په وروستیو کې د امریکا کانګرس ته په استماعیه غونډه کې شکایت وکړ، چې د لیون پنیټا څرګندونې غلطې تعبیر شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني هم ویلي چې د دفاع وزیر د هغه څه په اړه څرګندونې کړي، چې کیدای شي پیښ شي نه دا چې ګواکې په دې اړه پریکړه شوې ده.

د مطلب لیکوال لیکي، د ناتو یوه لوړرتبه چارواکي ورته ویلي، چې د پنیټا دغه وینا هیله بخښونکې ده.

د امریکا د فارن پالیسي خپرونه په دوام کې لیکي، افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د لیږد بهیرتیرکال په نسبتا ارامو سیمو کې پیل شو خو د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې د مسولیتونو د انتقال نهایي پړاو به له ۲۰۱۴ کال څخه چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره وروستۍ نیټه تعین شوې، دولس یا دیارلس میاشتې مخکې تکمیل شي.

د مطلب لیکوال دا پوښتنه مطرح کوي چې ایا حالات ښه شوي او که نه؟
او وروسته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغان امنیتي ځواکونه په دې وروستیو کې کومې مهمې لاس ته راوړنې لري؟ د یوه امریکایي لوړرتبه چارواکي چې د افغانستان له حالاتو خبردی ځواب رااخیستی چې ویلی یې دی، نه.

د مقالې لیکوال دې نتیجې ته رسیدلی چې د امریکا دفاع وزیر په دې وروستیو څرګندونو سره غوښتي چې په خپله امریکایانو ته دا پیغام ورسوي چې د بارک اوباما ادارې تراوسه هغه خطرناکه پلانونه زغملي چې له مخکینۍ ادارې ورته په میراث پاتې شوي دي.

ایرواشیا ریویو:

ایرواشیا ریویو خپرونې د امریکا د پوځ د یوه افسر افشاشوی رپوټ د افغانستان د جګړې د بریالیتوب خبره بې اعتباره کوي، ترسرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي، د ډګروال ډنیل ډیویس څیړنیز رپوټ چې د امریکا پوځ یې خپریدو ته اجازه نه وه ورکړې او رولینګ سټونس مجلې ترلاسه کړی، په افغانستان کې په ۲۰۱۰ کال کې د عسکرو د زیاتوالي راپدیخوا د امریکایي چارواکو د بریالیتوب کیسه غلطه ثابتوي.

د ډیویس دغه ۸۴ مخیز محرم راپورچې هغه د تیرکال په مني کې افغانستان ته د دوم ځل خدمت له ترسره کیدو وروسته ترتیب کړی، د امریکایي پوځي مشرانو هغه ادعاوې ترپوښتنې لاندی راولي چې ویلي یې دي، د امریکا او ناتود پوځي ستراتیژۍ د بریالیتوب په نتیجه کې د طالبانو زورمات شوی او د افغان امنیتی ځواکونو وړتیا د هیواد د راتلونکې امنیتي چارو د مسولیت اخیستو لپاره زیاته شوې ده.

د ایرو اشیا ریویو خپرونه لیکي، ښاغلي ډیویس چې دغه رپوټ یې د جنوري په میاشت کې د امریکا پوځ ته سپارلی و چې له خپریدو مخکې یې په اړه دریځ څرګند کړي، رولینګ سټون مجلې په خپله انترنت پاڼه کې خپور کړی دی.

خپرونې د یوشمیر چاراکو چې د دغه رپوټ په اړه معلومات لري دا خبره راخیستې چې وایي، پنتاګون د دغه رپوټ له خپریدو سره مخالفت کړی خو له دې سره سره هغه د سپینې ماڼۍ په شمول د امریکا په حکومتي ادارو کې څرخي.

د رولینګ سټون مجلې خبریال ویلي چې دغه رپوټ یې د امریکا له یوه حکومتي چارواکي ترلاسه کړی دی.

ډیویس په خپل څیړنیز رپوټ کې لیکلي چې د طالبانو حملې د تیر۲۰۱۱ کال په دوبي کې لکه د ۲۰۰۵ کال په شان هماغسې مخ په زیاتیدو وې او امریکایي ځواکونو ته د تلفاتو اندازه هم زیاته وه.
نوموړی په دې اړه شک ته ځای نه پریږدي چې وایي په مجموع کې د امریکا پوځي ستراتیژي ناکامه ده.
XS
SM
MD
LG