د کندهار د ملي امنیت ریاست نن دوه تنه هغه ماشومان چې د وسلوالو طالبانو له خوا ځان وژونکو بریدونو ته هڅول شوي وو، رسنیو ته وښودل.
په نیول شويو زلميانو کې د پکتيا د مرکز ګردېز اوسېدونکی لس کلن عزیز الله هم شامل دی چې یو ځل مخکې ملي امنیت نیولی و، خو ولسمشر کرزی وباخښه.
دغه لس کلن ماشوم وایي چې وسلوالو طالبانو د دويم ځل لپاره هڅولی، چې ځان وژونکې حمله وکړي.
په کندهار کې د ازادۍ راډیو خبریال محمد صادق رښتیني له دغه زلمي سره مرکه کړې ده.
نوموړی د مرکې په سر کې د لومړي ځل نیول کېدو کیسه کوي