د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

سره له ډیرو توپیرونو د افغان طالبانو او کرزي تر منځ یو شي مشترک دی


نړېوالو ورځپاڼو تر ډېره له طالبانو د سولې او له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو د وتلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

لاس انجلس ټایمز:

د امریکا چاپ لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې، په خپلې وروستۍ ګڼې کې د افغانستان د معادلې په نوم یوه تحلیلي مقاله خپره کړې ده.

دا مقاله چې د مجاهدینو لپاره د متحد ایالات پخواني سیفیر، پیټرټامسین، په قلم لیکل شوې په کې راغلي، سره له ډیرو توپیرونو د افغان طالبانو او کرزي تر منځ یو شي مشترک دی. د بهرني نوښت په اړه ناباروي چې هدف یې د افغانانو سره نیژدي کول دي. د افغانستان په سیاسي ډګر کې بهرنۍ حملې په دومداره توګه نه بدلیدونکې لوی نفاق رامنځ ته کړی دی.

د ورځپاڼې په حواله دوی د لانجو د حل او اختلاف لپاره په غیر رسمي توګه د قومونو تر منځ د خبرو اترو مسالې نارامه کړي دي. نو که هر کله متحد ایالات د افغانستان د سولې په اړه د متزلزلو خبرو اترو په اړه کومه هیله ولري، باید پرهغې د دوه سیاستونو له لاری فشار راولي.

په اول کې که څه هم متحد ایالات یو تشویق کونکي او ملاتړي رول لري، باید له افغانانو سره په مستقیمو خبرو کې له ښکلیدو ځان ګوښه کړي.

دوهم دا چې واشنګتن باید د کوټې د شورا او حقاني شبکې په شمول چې له القاعده سره اړیکې لري د سخت دریځو ترهګرو ډلو په وړاندې چې د پاکستان له خوا یې ملاتړ کیږي، له یو څه سختې ستراتیژۍ څخه کار واخلي.

ورځپاڼه د خپلې مقالې په پای کې لیکي متاسفانه دلته ښکاره نخښې لیدل کیږي، د افغانانو د پخلاینې په برخه کې یواځې له طالبانو سره د امریکایانو خبرې نه یواځې دا چې له افغانانانو سره مرسته نه کوي، بلکې دوی کمزوري کوي.

ټایمز:

د لندن چاپ ټایمز ورځپاڼه بیا په خپلې مقالې کې چې سرلیک یې دی، ″افغان امنیتي ځواکونه لا هم د اتیلافی ځواکونو مرستو ته اړتیا لري″ لیکي، چې په دې وخت کې چې څه کم دری کاله د درې لکه بهرنیو ځواکونو وتلو ته پآتی دی افغانان یې د طالبانو او نورو شورشي ډلو په وړاندې مقابلې ته تیار کړل.

امریکا په نظر کې لري، چې خپله لومړنې مشورتي ډله چې یواځې افغان پوځیانو ته به مشوري ورکوي د راتلونکې لمریز کال په اوړې کې افغانستان ته ولیږي.

د جنرال سکاپروتي په وینا د افغانستان په سلو کې دوه څلویښټ ځواکونه د نړیوالو روزونکو په مرسته د موثرو ځواکونو په ډله کې حساب شوي.

خو دا ځواکونه لا دې ته تیار نه دي چې په مستقله توګه عمل وکړي.
XS
SM
MD
LG