د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

کانګرس: څرګنده نه ده له ګوانتنامو خوشې شوي بنديان د لوېديځ پرضد فعاليت کوي که نه


د کانګرس غړي
د کانګرس غړي
د امریکا کانګرس په یوه راپور کې ویلي، څرګنده نه ده هغه بندیان چې له ګوانتانامو زندان څخه خوشې کېږي، بیا به هم د لویدیځ پرضد په فعالیتونو کې ښکېل وي کنه.

د امریکا په کانګرس کې د خلکو د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمیټې په راپور کې چې پرون خپور شو، په ګوانتانامو زندان کې د ساتل شویو بندیانو د انتقال په برخه کې د بارک اوباما او جورج بوش د حکومتونو هڅې څېړل شوي.

د دې راپور په ځینو برخو کې چې غیرمحرم بلل شوي او د رویټرز خبري آژانس لاس ته ورغلي ویل شوي چې د ګوانتانامو له شپږسوه بندیانو څخه چې خلاص شوي، په سلو کې اوه ویشت، په تروریستي فعالیتونو کې ښکېل دي او یا پخوا وو.

له دې زندان څخه په تېرو څو کلونو کې ګڼ شمېر بندیان افغانستان، سعودي عربستان، پاکستان، یمن، اسپانیا او دنمارک ته انتقال شوي.

د کانګرس د پوځي خدماتو د کمیټې راپور وايي، د ګوانتامو د بندیانو په اړه تحقیق او دا یقیني کول چې د دوی دوسیې به په هغو هېوادونو کې چې دوی هلته استول شوي، په سم ډول څېړل کېږي، یوه ستونزه وه او اوس هم ده.

راپور د ولسمشراوباما ادارې ته سپارښتنه کوي چې باید د ګونتانامو د بندیانو په اړه څېړنه وکړي او په دې اړه دې کانګرس ته یو تحلیلي نظریه وړاندې کړي څو معلومه شي چې هغه هېوادونه چې دا بندیان وراستول شوي له دوی سره څومره ښه چلند کوي.

د کانګرس د استازو د جرګې یوه غړي د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري آژانس ته وویل، په سم او مصوون ډول د دې بندیانو له لېږدولو مخکې په ټولنه کې د هغو د جذب په برخه کې ډېرو اقداماتو ته اړتیا لیدل کېږي.

آژانس لیکي، په داسې حال کې چې د امریکا حکومت هغه مهال د تروریزم پرضد د سخت عکس العمل د ښودلو په خاطر د نړیوالو له سختو انتقادونو سره مخامخ و، د کانګرس د پوځي خدماتو د کمیټې راپور ښيي چې د امریکا حکومت اوس مهال د ګوانتانامو زندان د تړلو په برخه کې له څه لویو ستونزو سره لاس ګرېوان دی.

د راپورونو له مخې په تېریوه کال کې له ګوانتانامو زندان څخه هېڅ کوم بندي بل ځای ته نه دی انتقال شوی چې یو علت یې د رویټرز په وینا هغه محدودیتونه دي چې کانګرس په دې برخه کې وضع کړي. کانګرس د دې مخنیوی هم کړی چې دا بندیان دې په امریکا کې دننه محاکمه شي.
XS
SM
MD
LG